کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې یمني ځواکونو شېبه وړاندې د اسرائیلو په پلازمېنه “تل أبیب” پراخ توغندیز بریدونه کړي دي.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې بریدونه یې بریالي و او د اسرائیلو مهم پوځي اهداف پکې په نښه شوي دي.
نوموړي ویلي، چې یاد بریدونه یې په غزه، لبنان او سوریه باندې د صهیونیستي ترهګر پوځ د وروستیو وحشیانه هوایي حملو په غبرګون کې ترسره کړي دي.

















