جمعه, اپریل 24, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

د اسلامي امارت زعیم په مشرۍ د ځانګړي اقتصادي کميسيون غونډه کې مهمې پرېکړې شوي

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
دسمبر 17, 2024
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه, مهم
0
24
ځلې شریک شوی
296
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)

پرېکړه:

دا هم ولولئ

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

د چارو ادارې لوی رییس د شیخ نورالحق انور په مشري، د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو، ارشاد، حج او اوقافو، د اطلاعاتو او کلتور، لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو، د ستري محکمې او مرکزي دارالافتاء عمومي ریاستونو، د علماوو شوری او فقهي مجالسو په غړیتوب استازي ته دنده سپارل کېږي، چې په ټول افغانستان کې هغه بد رواجونه تثبیت کړي چې د شریعت له مخې هم روا نه وي او خلک یې هم زیاتو مصارفو او اسرافونو ته اړ کړي وي، د دې د مخنیوي لپاره دې یوه طریقه جوړه کړي او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی مقام ته دې وړاندې کړي.

پرېکړه:

د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور په مشري، د کور او ښار جوړولو، عدلیې، کرنې اوبولګولو او مالدارۍ (اراضي) او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او کابل ښاروالۍ په ګډون استازي ته دنده سپارل کېږي چې لاندې کارونه ترسره کړي:

۱ـ هغه ځمکې چې خالص امارتي ملکیت او د هستوګنې او سوداګرۍ لپاره دي، تر ښاري پلان لاندې او زیربنايي (بنسټیزې) چارې یې یوه اندازه ترسره شوې دي، هر اړخیزه کړنلاره دې ورته جوړه کړي چې له مخې یې خلکو ته ځمکې تملیکاً په اصولي توګه وویشل شي.

۲ـ هغه هستوګنیز ښارګوټي چې د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له لوري امارتي ثابت شوي او تصفیه شوي دي، هر اړخیزه کړنلاره ورته جوړه کړي چې له مخې یې د ښاري پلان اړوند خلکو ته د ابادۍ او ودانولو په موخه تملیکاً ورکړل شي.

۳ـ د ښاري پلان له مخې دې، د خلکو په شخصي ځمکو کې د ابادۍ او ودانیزو چارو ترسره کولو بهیر اسانه او سهولتونه ورته رامنځته کړي.

پرېکړه:

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او اراضي ریاست په ګډون پلاوي ته دنده سپارل کېږي:

۱ـ د کابل په څلورو خواوو کې د صنعت اولیه او خفیفه لپاره دوه دوه زره جریبه ځمکه د صنعتي سیمو د جوړولو په موخه د افغانستان اسلامي امارت له لوري د نوي منظور شوي قانون، چاپېریال ساتنې او ښاري ماسټر پلان اړوند د یوې کړنلارې له مخې یادې ځمکې ځانګړې او وسپاري.

۲ـ په ننګرهار، کندهار او بلخ ولایتونو کې د صنعتي ساحو لپاره ۲۰-۲۰ زره جریبه ځمکه د صنعتي ساحو لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی له لوري د نوي منظور شوي قانون، چاپېریال ساتنې او ماسټر پلان له مخې ځانګړې او وسپاري.

همدارنګه دې د یادې ځمکې له یوې برخې څخه د کانونو د پروسس کولو لپاره هم ګټه واخیستل شي.

۳ـ په کندوز ولایت کې دې لس زره جریبه ځمکه د صنعتي سیمو لپاره د امارت له لوري د نوي منظور شوي قانون، چاپېریال ساتنې او ماسټر پلان اړوند ځانګړې او وسپاري.

۴ـ د کابل، ننګرهار، کندهار، بلخ او کندوز ولایتونو پرته په نورو ولایتونو کې د امکان په صورت کې د صنعتي پارک لپاره په هر ولایت کې زر جریبه ځمکه د صنعتي ساحو لپاره د اسلامي امارت له لوري د نوي منظور شوي قانون، چاپېریال ساتنې او ماسټر پلان اړوند ځانګړې او وسپاري.

۵ـ د کوچني صنعت یا تشبثاتو لپاره دې په هر ولایت کې له لس څخه تر ۵۰ جریبه ځمکه د صنعتي ساحو لپاره د اسلامي امارت له لوري د نوي منظور شوي قانون، چاپېریال ساتنې او ماسټر پلان اړوند ځانګړې او وسپاري.

۶ـ د فارمي مالدارۍ، کرنې او د چرګانو پالنې لپاره دې خلکو ته ملکیتاً یا په اوږدمهاله د تمدید وړ اجاره ورکولو په موخه هر اړخیزه کړنلاره چمتو کړي.

پرېکړه:

اقتصادي کمېسیون ته دنده سپارل کېږي، د لویو لارو په اوږدو کې هغه ځمکې چې هلته د مسجد او لوازماتو د ودانولو په موخه ټولګټو وزارت ته تثبیت شوې او د یاد وزارت له لوري تراوسه نه دي ابادې شوې، خصوصي سکټور ته ورکړي، چې نارینه او ښځینه مسجدونه، د اودسو ځایونه، تر څنګ یې تېل پمپونه، هوټل او د مسافرو د اړتیاوو مطابق ودان کړي چې د مسافرو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو سربېره خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي.

پرېکړه:

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ او اوبو او انرژۍ وزارتونو او اراضي ریاست ته دنده سپارل کېږي، په هغو سیمو کې چې امارتي ځمکې او ترڅنګ یې اوبه شتون لري، د اغېزمنې ګټې اخیستنې او خلکو ته د اجاره ورکولو په موخه هر اړخیزه طرحه چمتو کړي.

پرېکړه:

د امارتي شرکتونو لوی ریاست دې د سپين زر امارتي شرکت اړوند له کوکچې تر آبدان دښتې د کانال طرحه اقتصادي کمېسیون ته واستوي او د منظورۍ په موخه دې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی مقام ته وړاندې کړي، اقتصادي کمېسیون دې د بحث پر مهال په همدې سیمه کې منظور شوی بند هم په نظر کې ونیسي.

پرېکړه:

د کانونو او پټرولیم وزارت او انکشاف ملي شرکت دې له بل خصوصي سکټور سره په ګډه د حاجي ګک سیمې د اوسپنې کان اړوند طرحه چمتو او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی مقام ته دې د منظورۍ په موخه وړاندې کړي.

پرېکړه:

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست ته دنده سپارل کېږي چې هلمند ولایت کجکي برېښنا د قوي کولو او د توزیع لپاره د برېښنا شرکت جوړ شوی پلان تطبیق کړي او راپور یې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی مقام ته وړاندې کړي.

پرېکړه:

په کومو ولایتونو کې چې د امنیتي مسؤلینو له لوري انساني ويښتان نیول شوي دي، د سوځولو په اړه دې د کورنیو چارو وزارت له لوري د امارت محترم مقام ته پېشنهاد وشي او د حکم ترلاسه کولو وروسته دې ټولو ولایتونو ته یاد حکم ابلاغ کړي او له هغه سره سم دې اجراأت ترسره کېږي.

پرېکړه:

د کومو شیانو صادرول یا واردول چې د مالیې وزارت یا له وزارتونو څخه د جوړې شوې تعرفې د کمېټې له لوري بندیږي، د هغه په اړه لاندې اجراأت ترسره کېږي:

۱ـ کوم شیان چې مالیه وزارت یا د تعرفې کمېټې له لوري بندیږي یا اجازه ورکول کېږي، د هغه ټولو شیانو لېستونه دې تهیه کېږي او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی له مقام څخه دې منظوري اخیستل کېږي، یاده کمېټه مکلفه ده چې د خپل کار لپاره طرزالعمل جوړ کړي.

۲ـ هغه اوسپنې چې د کابینې د فیصلې پر اساس یې قاچاق بند وي، د قاچاق کولو په صورت کې دې مالک باید (د اوسپنې نوعیت او د عمل تکرار ته په کتو) له شپږو میاشتو څخه تر دوو کلونو پورې بندي شي او هغه کس چې انتقالوي یې، د هغه موټر دې تر دوو میاشتو پورې ودرول شي.

۳ـ نیول شوې اوسپنه دې د سرحدي مجاهدینو له لوري مناسب محفوظ ځای ته انتقال شي، هلته دې په محفوظ ډول ذخیره شي او ټول مشخصات دې یې ولیکل شي.

۴ـ کومه قاچاقي اوسپنه چې نیول کېږي، هغه دې د بېرته ورکولو په صورت کې د والي، د مربوطه ولایت د قول اردو د قومندان او د استخباراتو د رئیس په ګډه موافقه ورکول کېږي.

۵ـ د دې لپاره چې په غیر رسمي لارو باندې د ممنوعه توکو د قاچاق او د ممنوعه توکو د ورود مخه ونیول شي، نو د هر ولایت د امنیه قومندانۍ له لوري دې یوه اندازه تشکیل دې ساحو ته ورکړل شي، ترڅو د بارېدونکو اموالو او اجناسو او د را واردېدونکو اموالو تلاشي وکړي، یادو مجاهدینو ته دې یوه اندازه امتیازات ورکول شي.

پرېکړه:

د عامې روغتیا وزارت، مالیې وزارت، د صنعت او تجارت وزارت او د ښاروالیو عمومي ریاست دې د قاچاقي دواوو او خوړو شیانو د مخنیوي لپاره یوه طریقه جوړه کړي او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی حضور ته دې وړاندې کړي.

همدارنګه ټول هغه شیان دې هم مشخص شي چې د افغانستان له لوري یې صادرات کېږي او طرزالعمل دې ورته جوړ شي.

لوی ټکي: طالبان، مشر،غونډه،کندهار،
مخکینې مطلب

د یمن وسله وال پوځ د اسرائیلو په "یافا" ښار پراخ توغندیز بریدونه کړي

بل مطلب

غزه کې روانه جګړه؛ ۱۳۵۰۰ صهیونیستي پوځیان ټپیان شوي

ځانګړي مطالب

افغانستان

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
افغانستان

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
خبرونه

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
افغانستان

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
خبرونه

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026

وروستي

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com