کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۸ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
اسرائیل ټایمز ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د اسرائیلي ترهګر ريژیم لومړي وزیر “نتنیاهو” د اسد ريژیم له پرځېدو وروسته سوریه کې له هغو سیمو لیدنه کړې، چې د اسرائیلي اشغالګر ريژیم ځواکونو اشغال کړي دي.
یادې ورځپاڼې ادعا کړې، چې لومړی وزیر یې د جولان له لوړو اوښتی او د سوریې دننه ۵۰ کلیومتره خاوره کې یې له خپلو پوځیانو سره لیدلي دي.
د یادونې وړ ده، که دا ادعا تائید شي نو په تېرو ۵۰ کلونو کې به دا لومړی ځل وي، چې د صهیونیست ريژیم لوړ پوړي چارواکي د سوریې خاورې ته ننوځي.
















