کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۸ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله ادعا کړې، چې جنوبي لبنان کې یې ځواکونو سره په نښتو کې ۷ صهیونیستي پوځیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
د حزب الله غورځنګ اړوند “المنار” تلویزیوني شبکې خبر ورکړی، چې صهیونیستي اشغالګرو د اوربند له پرېکړې د سرغړونو پر دوام د دوی په ځواکونو ډزې کړي، چې د جګړې پرمهال صهیونیستي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
که څه هم صهیونیستي ريژیم تر دې دمه د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د اسرائیلو ۱۲ خبري آژانس خبر ورکړی، چې د اسرائیلو جنګي الوتکو تېره شپه او نن سهار جنوبي لبنان کې د حزب الله غورځنګ پوځي مرکزونو باندې هوایي بریدونه کړي دي.
















