د فلسطين جباليا پنډغالي کې فدايي بريد ګڼ شمېر اسرائیلي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام (شنبه، د مرغومي لومړۍ، ۱۴۰۳ل)

‏د حمـاس جهادي غورځنګ یوه فدايي پر اسرائيلي اشغالګرو سرتېرو استشهادي بريد کړی او ۸ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د حماس د پوځي څانګې کتائب القسام يوه مشر الجزيرې خبري چېنل ته ويلي، چې په يوه پېچلي استشهادي بريد کې د دوی يوه مجاهد د اسرائيلي ځواکونو يوه ډله په نښه کړې ده او ورسره چاودېدونکي توکي يې چاودولي دي.

الجزيرې عربي چېنل په خپل راپور کې د کتائب القسام له خولې لیکلي، چې دغه مجاهد لومړی په يوه سخت بريد کې يو اسرائيلي او د هغه ملګری په سنېپر له صفري واټنه په نښه کړي او وژلي دي او وروسته يې د اسرائیلي نيواکګرو پوځي جامې په تن کړې او د صهيونيانو يوې شپږ کسيزې ډلې ته يې ځان رسولی، چې د هغوی په منځ کې يې په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

سرچينې زياته کړې ده، چې بريد د جمعې له لمانځه وروسته په جباليا پنډغالي کې شوی او په ترڅ کې يې ټول دغه سرتېري وژل شوي او ټپيان دي.

بلخوا د القسام ځواکونو د جګړې په اوږدو کې تل خپل جنګي تکتيکونه بدل کړي دي، چې شنونکو يې دا د بريا راز بللی دی.

د تېرې پنجشنبې په ورځ هم د حماس يو تن مجاهد د صهيونيانو په يوه څلورکسيزه ډله د چړې بريد وکړ او د يو ضابط په ګډون يې ټول دغه سرتېري ووژل او د هغوی وسلې يې له ځان سره يووړې.

پوځي شنونکو دا د اسرائيلي نيواکګرو په ضد د حماس د بريدونو نوی پړاو وباله چې لاس په لاس جګړه په کې کوي او اسرائيلو ته دا پيغام ورکوي، چې حماس پوهېږي؛ کله او چېرته څه ډول بريدونه وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button