کابل ټکی کام (شنیه، د مرغومي لومړۍ، ۱۴۰۳ل)
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې د اسلامي امارت مشرتابه په یوه فرمان کې سترې محکمې ته امر کړی چې د متقاعدینو د حقوقو د څیړلو او تطبیق لپاره دې ځانګړې محکمه جوړه کړي.
دغه فرمان په اتو مادو کې ټینګار کوي چې تخصصي محکمې مکلفې دي چې د متقاعدينو د حقونو اړوند غوښتنلیکونه له شرعي او اداري قوانینو سره سم وڅیړي او خپله وروستۍ پریکړه وکړي.

















