ابوعبیده: اشغالګر رژیم د اوربند موافقې له ګڼو مادو سرغړونې کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۵ سلواغه، ۱۴۰۳ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې ویاند ابوعبیده په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې اشغالګر رژیم د اوربند د موافقې له ګڼو مادو سرغړونې کړي دي.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې زموږ دریځ روښانه دی، او د امریکا او اسراییل له ګواښونو نه ویریږو.اسراییل باید د اوربند د تړون مادې عملي کړي، تر څو بندیان خوشې شي.
زموږ لخوا د منځګړو هېوادونو سره تماسونه دوام لري، څو د اوربند د موافقې بشپړ تطبیق یقیني شي.
منځګړي موږ ته ژمنې راکوي چې په اشغالګر به د تړون د تطبیق لپاره فشار راوړي.موږ له اسراییلو څخه غواړو چې پر هغه انساني پروتوکول عمل وکړي، چې ورباندې توافق شوی.



