کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۵ سلواغه، ۱۴۰۳ل)
د اسلامي امارت زعیم شیخ هبة الله د کندهار پوهنتون استاذانو او محصلینو ته په وینا کې سپارښتنه کړې، چې د علم او پوهې پر مټ افغانستان نړۍ سره سیال کړئ.
نوموړي پرون چارشنبه د کندهار پوهنتون استادانو او محصلانو ته وینا کې ویلي، “اوس ستاسو وار دی، چې د خپل علم او پوهي پر مټ افغانستان په نړۍ کې سیال کړئ او دومره زحمت وګالئ، چې بهرنيان دلته راشي، تاسو څخه زدکړې وکړي او د خپل علم په مرسته پر نړۍ حکمراني وکړئ.”
د اسلامي امارت زعیم واک ته اسلامي امارت له بیا راستنېدو راهیسې په کندهار کې اوسي، په عامو غونډو او جلسو کې ډېر نه راڅرګندېږي خو؛ وخت ناوخت هملته د اسلامي امارت له وزیرانو او نورو چارواکو سره ناستې کوي.















