مجاهد: د غنیمت په وسلو به له دین او هېواد دفاع کوو

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۵ کب، ۱۴۰۳ل)
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې له امریکا پاتې شوې وسلې غنیمت دي او له دې وسلو په استفادې به د دین، هېواد او خپلواکۍ په ساتلو کې ګټه واخلي.
نوموړي د اېکس په یوه سپېس بحث کې د دې وسلو له ورکړې او بېرته سپارلو انکار کړی او یادې وسلې یې د افغانانو ملکیت بللې دي.



