په پکتیا ولایت کې ۱۶۹ پراختیايي پروژې پيل شوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳ وری، ۱۴۰۴ل)

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په پکتیا ولایت، زرمت ولسوالۍ کې ۱۶۹ پراختیايي پروژې پیل کړې، چې ټولیز لګښت یې شاوخوا ۲۳۶ میلیونه افغانۍ اټکل شوی.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په يوه خبرپاڼه کې راغلي ، چې دا پروژې نن د یاد وزارت د سرپرست وزیر ملا محمد یونس اخندزاده، د پکتيا د والي او ورسره پلاوي په مشرۍ په رسمي ډول پیل شوې.

په یاده غونډه کې ښاغلي يونس اخندزاده ويلي، چې دغه وزارت د متوازنې پراختیا لپاره ژمن دی، او د شته امکاناتو په نظر کې نیولو سره، د هېواد لرې پرتو سیمو ته د پروژو پلي کولو ته دوام ورکوي.

په تازه پيل کړو پروژو کې د کليوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، ساتندوی دېوالونو او ویالو جوړول شامل دي.

د دغو پروژو د پلي کېدو پر مهال، سلګونه کارګرو ته د کار زمینه برابریږي، او د بشپړېدو وروسته به دا پروژې د ولسوالۍ د خلکو د ژوند ستونزې هوارې کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button