د قراقرم لویه لار N-35 د پاکستان او چین ترمنځ ځمکنۍ اړیکه ده. دې ته د قراقرم لویه لاره او د ورېښمو لار هم ویل کیږي.
دا د نړۍ د لویو غرونو لړۍ، قراقرم او همالیا څخه تیریږي. په دره خنجراب کې یې د سمندر له سطحې څخه 4693 متره لوړوالی دې.
دا د چین سینکیانګ صوبه/ولایت د پاکستان له شمالي سیمو سره نښلوي. دا په نړۍ کې ترټولو لوړه نړیواله لویه لاره ده. دا په 1986 کې د شلو کلونو په موده کې سر ته ورسیدو، دا پاکستان او چین په ګډه جوړه کړې ده. 810 پاکستانیانو او 82 چینایانو د دې سرک د جوړولو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ. اوږدوالی یې 1300 کیلومتره دی.
دا د چین له کاشغر ښار څخه پیل کیږي. بیا له هنزه، نګر، ګلګت، چلاس، داسو، بشام، مانسهره، ایبټ آباد، هریپور هزاره څخه تیریږي او په حسن ابدال کې د جي ټي روډ سره یو ځای کیږي.
د قراقرم لویه لاره په یوه سخته غرنۍ سیمه کې جوړه شوې ده، ځکه نو دې ته د نړۍ اتمه عجوبه هم بلل کیږي.


















