یمني ځواکونو د امریکا دوه جنګي بېړۍ ویشتلي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۴ وری، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې یمني ځواکونو په سره سمندرګي “بحرالاحمر” کې د امریکایي اشغالګرو دوه جنګي بېړۍ ویشتلي دي.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” د یوه ویډیویي پیغام په خپرولو سره ادعا کړې، چې سمندري ځواکونو یې د امریکا دوه جنګي بېړۍ په نښه او په بشپړه توګه ویجاړې کړې دي.
د ویلو ده، چې امریکا تر اوسه د یمني ځواکونو د ادعا په هکله څه نه دي ویلي؛ خو جنرال یحیی سریع ویلي، چې له یادو بېړیو په یمن هوایي بریدونه ترسره کېدل، نوموړي ګواښ کړی، چې په امریکایي بېړيو به بریدونو ته دوام ورکوي.



