لیکوال: اجمل غزنوي
د نړۍ پر مخ دوه نیم میلیارده مسلمانان دي، د تاریخ د ستر غیرتمند رسول امتیان، هغه امت چې د توحید شعار یې د آسمان ستوري روښانه کوي، د ننګ او غیرت کیسې یې د تاریخ زېور دی، خو نن یې د زړه ټوټه، د عزت تاج، د قبلو قبله، اقصی د وحشي درندګانو تر ظلم لاندې ده.
د فلسطین کوڅې د مظلومو ماشومانو په وینو رنګ دي، سپین سرې میندې د زامنو جنازې پورته کوي، د مسجد اقصی منبرونه د یتیمانو آهونو ته غوږ نیسي، مګر د امت له زړونو د غیرت وینه وچې شوې ده، د ننني جهان درواغجن مدعیان، د بشر د حقوقو سوداگر، د عدالت نندارهچیان، ټول ورته ګوري، خو د مظلوم آه یې غوږ ته نهورسي.
زه حیران یم! دا هماغه امت دی چې د بدر په توره، د خیبر په زغرو، د حطین په میدان، د اندلس په دیوالونو، د قسطنطنیې په زنګونو، د تورې، غیرت او ایمان تاریخ لري؟
زه حیران یم! ولې د دې امت له منځه یو صلاح الدین نهراووځي؟
زه حیران یم! ولې یو نورالدین زنګي نهراپاڅي؟
زه حیران یم! چې ولې د حطین ناره خاموشه ده؟
د امت مجاهدینو، د غیرت بچیانو! د اقصی منارې مو زنګوي، د فلسطین زخمي ماشومان مو چغې وهي، د مظلومو آهونه تر عرشه رسېدلي، راویښ شئ! دا د ننګ وخت دی، دا د غیرت ازموینه ده، دا د اسلام د عزت شېبې دي.
که نن مو د اقصی چیغو ته لبیک ونهوایه، که نن مو د یتیمو مظلومو آهونو ته زړه نرم نهکړ، که نن مو د فلسطیني ماشومو جنازو ته د غیرت د توری غږ ورنکړ، نو تاریخ به مو د بې ننګۍ په نوم یاد کړي، او سبا به مو د الله پر وړاندې سترګې ښکته وي.
راپاڅئ! له اقصی تاو زنجیرونه مات کړئ! د وحشت ننګینې پولې ړنګې کړئ! او د امت د عزت تاج بېرته پر سر کړئ.


















