د پاکستان د پوځ لوی درستیز ښایي امریکا ته له ورتګ منع او بنديزونو سره مخ شي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۵وری، ۱۴۰۴ل)

د راپور له مخې، په امريکا کې د جمهوري غوښتونکو او ډيموکرات ګوندونو دوو غړو د متحده ایالاتو کانګریس ته په يوه وړاندې کړې لايحه کې غوښتنه کړې چې د پاکستان لوی درستيز په دغه هېواد کې خپل سياسي مخالفين ځپلي او بايد بنديزونه پرې ولګول شي.

د امریکا د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټ ګوندونو استازو «جو ولسن او جیمي پنټا» کانګرس ته په وړاندې کړې د «پاکستان د ډیموکراسۍ مسوده» کې ليکلي چې:«جنرال عاصم منیر د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان په نا انصافۍ سره بندي کړی او په دغه هېواد کې يې نور ډېر سیاسي مخالفین ځپلي دي».

په مسوده کې د امريکا له کانګرسه غوښتنه شوې چې په راتلونکو ۱۸۰ ورځو کې د پاکستان د پوځ پر مشر بندېزونه ولګوي.

د يادې مسودې په تصويب سره به د پاکستان په لوی درستيز امريکا ته ورتګ، هغه ته د ويزې د نه ورکولو سربيره نور بنديزونه هم ولګول شي.

مربوطه مطالب

Back to top button