افغانستان لپاره د پاکستان استازی: د سيمې د ثبات لپاره په افغانستان کې سوله اړينه ده

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۵وری، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ويلي، چې د سيمې د ثبات لپاره په افغانستان کې سوله، پرمختګ او امنیت مهم دي.
ښاغلي صادق خان، دغه څرګندونې په کابل کې د پاکستان سفارت کې د بيرغ پورته کولو پر مهال غونډې ته په خپله وينا کې کړي دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې افغانستان د پاکستان يو مهم سيمه ييز شريک بللی او زياته کړې ده چې د دواړو هېوادونو اقتصادي ګټې يو له بل سره تړلي دي: «دواړه هېوادونه باید د دوهاړخیزې سوداګرۍ د پیاوړتیا او سیمهییزو اړیکو د پراخولو لپاره له یو بل سره همکاري وکړي. پاکستان لا هم ژمن دی چې له افغانستان سره پیاوړې او ګټورې دوهاړخیزې اړیکې ولري.»
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په وروستیو میاشتو کې د کابل او اسلامآباد اړیکې ترینګلې شوې دي.
له بله پلوه پخواني دیپلومات عزیز معارج بيا د دواړو هېوادونو ښې اړيکې نه يواځې د دواړو هېوادونو په ګټه، بلکې زياتوي چې دغه اړيکې د سيمې په ګټه هم دي چې هر وخت ستونزې د خبرو له لارې حل شي او پاکستان حکومت پرې ژمن پاتې شي.



