ابو عبيده: اشغالګر د خپلو اسیرانو د ژوند بشپړ مسؤليت لري

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ وری، ۱۴۰۴ل)

د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” ویاند ابوعبیده الجزیرې نړیوال تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې اشغالګر د خپلو اسیرانو د ژوند بشپړ مسؤليت لري.

ابوعبیده وایي”د دښمن نیول شوي نیمايي اسیران په هغو سیمو کې دي چې اشغالګرو ترې په دې وروستیو کې د خلکو د ایستلو غوښتنه کړې.”

نوموړي زیاته کړې”موږ پرېکړه کړې چې دغه اسیران له هغو سیمو نه انتقال نه کړو، بلکې هلته یې د سختو امنیتي تدابیرو لاندې وساتو، که څه هم دا تدابیر د دوی ژوند ته ډېر خطر لري.”

“که دښمن د دغو اسیرانو په ژوند پاملرنه لري، نو باید سمدستي د هغوی د ایستلو یا خوشې کولو لپاره خبرې پیل کړي. موږ خبرداری ورکړی دی.”

ابوعبیده وایي”د نتنياهو حکومت د دغو اسیرانو د ژوند بشپړ مسؤلیت پر غاړه لري، او که هغوی ته یې ارزښت ورکاوه، نو د جنورۍ تړون ته به یې ژمنتیا ښودلې وه، او ښايي اکثره اسیران به نن له خپلو کورنیو سره وو.”

مربوطه مطالب

Back to top button