د انصارالله ویاند کابل ټکی کام ته: امریکایي او صهیونیستي ريژیم ته مو درانه زیانونه اړولي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ وری، ۱۴۰۴)
د یمن د انصارالله اسلامي مقاومتي غورځنګ د سیاسي دفتر ویاند “محمد البختي” کابل ټکی کام ویب پاڼې ته ویلي، چې امریکایي او صهیونیستي ريژیم ته یې درانه زیانونه اړولي دي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې غزه کې د اسرائیلو یرغل او په سیمه کې د امریکايي اشغالګرو د پوځي خوځښتونو له امله، وضعیت د خرابېدو په لور روان دی.
البختي دغه راز ویلي: که امریکا او صهیونیستي ريژیم تاوتریخوالي ته پراختیا ورکړي نو د یمني ځواکونو غاښ ماتونکي غبرګون سره به مخ شي.
نوموړي ادعا کړې، چې ځواکونو یې صهیونیستي اشغالګر ريژیم ته پراخ زیانونه اړولي او لا به یې هم پر وړاندې خپلو ځپونکو بریدونو ته دوام ورکوي.
د ویلو ده، چې د انصارالله غورځنګ دغه لوړ پوړي غړي ټینګار کړی، چې غزه کې د جګړې پای ته رسول په سیمه کې د سولې راتلو یوازینۍ لاره ده.



