کابل ټکی کام (جمعه، ۲۹ وری، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان سرپرست حکومت مرکزي ویاند “ذبیح الله مجاهد” وایي، چې د روسیې له لوري دغه هېواد کې د ممنوعه ډلو له نوملړه د اسلامي امارت د نوم ایستل یو مهم ګام دی او اسلامي امارت له روسیې سره پراخو سیاسي او اقتصادي اړېکو ته هیله من دي.
ښاغلي مجاهد له ټاس خبري اژانس سره خبرو کې دغه راز زیاته کړې چې د روسیې ولسمشر “ولادیمیر پوتین” د افغانستان پر وړاندې سم سیاست غوره کړی دی.
د ویلو ده، چې مجاهد روسیې ته د سرپرست حکومت د پلاوي د سفر په تړاو د پوښتنې په ځواب کې ویلي، تر دې مهاله په دې اړه پرېکړه نه ده شوې.


















