يمني ځواکونو پر بن غوريون هوایي ډګر توغنديز بريد کړی

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۹ وری، ۱۴۰۴ل)

د يمني ځواکونو د وياند جنرال يحيی سريع له لوري خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي چې ځواکونو يې د صهيونيستي رژيم پر بن غوريون هوایي ډګر بريالی توغنديز بريد کړی.

په اعلامیه کې دغه راز ويل شوي چې يوه بې پيلوټه امريکايي الوتکه يې هغه مهال رانسکوره کړې، چې د پلازمېنې صنعاء په فضا کې په ماموريت بوخته وه.

د يحيی سريع په وينا د امریکا بريدونه خپلو اهدافو ته نه دي رسېدلي او دوی به د فلسطين د بشپړې آزادۍ او د فلسطيني ملت د حقوقو لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button