کابل ټکی کام (شنبه، ۳۱ وری، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې، ۱۷۵ تنه افغان مهاجرين چې په پاکستان کې بنديان وو، له بنده ازاد او بېرته خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، ياد شوي کسان د پاکستان د بېلابېلو سيمو څخه نيول شوي وو او له يوې تر ۳ ورځو پورې بنديان پاتې شوي وو.
ياد کسان تر ثبت او انساني مرستو تر ترلاسه کولو وروسته، خپلو اصلي سيمو ته انتقال شول.
کم څه هم افغان چارواکيو په تکرار سره له پاکستان حکومت غوښتي چې افغان کډوالو سره له نرمښت او کډوالو اصولو له مخې چلند وکړي، خو لا هم هغه هېواد کې په جبري توګه د افغان کډوالو د نيولو او ايستلو لړۍ دوام لري.


















