یوناما: له کډوالو سره به مرستې پراخوو او مالي منابع به راجلبوو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۰ غویی، ۱۴۰۴ل)

د ا.ا.ا د مهاجرینو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د یوناما له مشرې روزا اوتنبایوا سره لیدنه وکړه او د افغان کډوالو، کورنیو بې‌ځایه شوو او د مرستو پر دوام خبرې وشوې.

د مهاجرينو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په ناسته کې د یوناما مشرې د مهاجرینو له وزارت سره د وروستۍ تخنیکي ناستې ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې له کډوالو سره به مرستې پراخې شي زياته يې کړه:«هڅه کوي له اسلامي امارت سره په ګډه د کډوالو ستونزو ته د حل لارې ومومي.»

اغلې اوتنبایوا څرګنده کړه چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال دا مهال د افغانستان وضعیت له نږدې ارزوي او تمه ده چې د بشري مرستو کچه لوړه شي.

مولوي عبدالکبیر له یوناما او ملګرو ملتونو مننه وکړه او ويې ویل، چې د مهاجرینو لپاره لنډمهاله او دایمي استوګنځایونه برابر شوي او تر دې دمه ۵۸ ښارګوټي کډوالو ته ځانګړي شوي دي.

هغه ټینګار وکړ، چې نړیوال سازمانونه دې د دغو ښارګوټو په رغولو کې فعاله ونډه واخلي او زياته يې کړه چې اسلامي امارت له نړۍ سره د تعامل غوښتونکی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button