یدیعوت احرونوت: غزه کې د جګړې له پیل راهیسې ۸۵۰ صهیونیستي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۰ غویی، ۱۴۰۴ل)

اسرائيلي ورځپاڼې «یدیعوت احرونوت» د یوه راپور له مخې، د غزې او لبنان پر وړاندې د جګړو له پیلېدو راهیسې د اسرائيلي پوځ مرګ ژوبله په بې‌ساري ډول لوړه شوې ده. راپور زیاتوي چې تر دې دمه له ۸۵۰ زیات صهیونیستي پوځیان او افسران وژل شوي، چې پکې د ځانګړو ځواکونو غړي هم شامل دي.

د ورځپاڼې له قوله، دا تلفات د پوځ د بېلابېلو کنډکونو، لوژستیکي او کشفي واحدونو، هوايي ځواکونو، او ځانګړو عملیاتو په ډلو کې رامنځته شوي دي. سرچینې وايي چې دغه شمېر یوازې د تایید شویو تلفاتو ارقام دي، او شونې ده چې حقیقي شمېر تر دې هم لوړ وي، ځکه چې اسرائيلي پوځ ډېر ځله د خپلو تلفاتو د پټولو هڅه کوي.

راپور زیاتوي چې تر ټولو زیات تلفات د حماس اسلامي غورځنګ د حملو پر مهال او د جنوبي لبنان له پولو سره نږدې د حزب‌الله د حملو په ترڅ کې اوښتي دي.
کارپوهان وايي چې د غزې جګړه د اسرائيلو لپاره د تاریخ یو له تر ټولو درنو نظامي بحرانونو څخه ده، چې یوازې نظامي نه، بلکې سیاسي او ټولنیزې اغېزې هم لري.

مربوطه مطالب

Back to top button