پاکستان:د هندوستان د احتمالي برید په ځواب کې د اټومي وسلو کارولو ګواښ وکړ

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۰ غویی، ۱۴۰۴ل)

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف ویلي، که چیرې هند پر پاکستان برید وکړي او د هېواد ملي حاکمیت ته جدي ګواښ متوجه شي، نو اسلام‌اباد به د خپلې بقا په موخه له اټومي وسلو کار واخلي: آصف زیاته کړه: “موږ جګړه نه غواړو، خو که اړ شو، هر ډول وسلې د هېواد د دفاع لپاره کاروو.”

د ویلو ده، چې دا ګواښ وروسته له هغه مطرح
کېږي چې د روانې اپرېل میاشتې په ۲۲مه په اشغالي کشمیر کې یو خونړی برید وشو او لږ تر لږه ۲۶ هندو سلانیان پکې ووژل شول.

مربوطه مطالب

Back to top button