د هند جنګي الوتکې کشمیر کې لیدل شوي؛ پاکستان وایي دفاعي حالت کې یو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۰ غویی، ۱۴۰۴ل)
د هندوستان څلور رافیل جنګي الوتکې د اشغالي کشمیر فضا ته ننوتې؛ خو د پاکستان د هوایي ځواکونو له چټک غبرګون وروسته بېرته ستنې شوې دي.
پاکستان وايي، که هند برید وکړي، سخت غبرګون به وښيي.
د ویلو ده، چې دا پیښه وروسته له هغه رامنځته شوې، چې د هند لومړي وزیر خپلو ځواکونو ته په پاکستان د برید امر وکړ. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر هم ویلي، چې استخباراتي مالومات ښیي، چې هندوستان غواړي په راتلونکو ۲۴-۳۰ ساعتونو کې په پاکستان برید وکړي.



