په ولسمشرۍ ماڼۍ برید ته د دمشق غبرګون: په نړیوالو غږ کوو چې د اسرائیلو د تېري مخه ونیسي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۲ غویی، ۱۴۰۴ل)

سوریې پلازمینه دمشق کې په ولسمشرۍ ماڼۍ د تېرې شپې برید په کلکو ټکو غندلی او په نړیوالې ټولنې یې غږ کړی، چې د اسرائیلو د پرلپسې تېریو مخه دې ونیسي.

د سوریې ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: د د د اسرائیلي اشغالګرو لخوا په ولسمشرۍ ماڼۍ د تېرې شپې هوایي د بریدونو په کلکو ټکو غندنه کوو.

دا د سوریې په ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت څرګند تیری دی او په نړیوالې ټولنې غږ کوو، چې د اسرائیلو د بریدونو په مخنیوي کې خپل مسؤلیت ادا کړي.

د ویلو ده، چې تېره شپه ناوخته اسرائیلي اشغالګرو د سوریې ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه پرلپسې هوایي بریدونه ترسره کړل او تل أبیب ګواښ کړی، چې دا یوازې یو خبرداری و او که د دمشق لخوا یې سیمه کې ګټې وګواښل شي نور بریدونه به هم ترسره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button