اخوان المسلمین: د صهیونیستي ريژیم لخوا د غزې محاصره توکمیزه تصفیه ده

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۲ غویی، ۱۴۰۴ل)

د اخوان المسلمین نړیوال اسلامي غورځنګ ویاند “صهیب عبدالمقصود” د یوې اعلامیې په خپرولو سره د صهیونیستي ريژیم له لوري د غزې محاصره توکمیزه تصفیه بللې ده.

اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو سازمانونو، او د عربي او اسلامي هېوادونو – په ځانګړې توګه د غزې له ګاونډیو – غوښتل شوي، چې د صهیونستي رژیم پر وړاندې د چوپتیا او بې‌ طرفۍ دریځ پرېږدي، دا جنایتونه په رسمي ډول وغندي، او د غزې له ولس سره د ظلم پر وړاندې ودریږي.

د ویلو ده، چې اخوان المسلمین نړیوال اسلامي غورځنګ داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې نن جمعه ۲ می، د صهیونیستي ريژیم له لوري د غزې د محاصرې دوه میاشتې پوره شوې او هلته طبي او خیریه بنسټونو ویلي، چې دارو درمل او خوراکي توکي په ختمېدو دي.

مربوطه مطالب

Back to top button