شيخ هبت اللّٰه اخندزاده د کابل مسؤلینو ته: د کبر، بې اتفاقي او یو پر بل د بې اعتمادۍ څخه ځان وساتئ، غفلت مه کوئ

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۲ غویی، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د اسلامي امارت زعيم شيخ الحديث هبت اللّٰه اخندزاده د کابل ولایت د ملکي او نظامي مسؤلینو لپاره په جوړ شوي یو ورځني روزنیز او اصلاحي سمینار کې ګډونوالو ته وینا وکړه.

شيخ هبت اللّٰه اخندزاده په خپله وینا کې پر مسؤلینو ټینګار وکړ چې باید خپل مکلفیتونه د شریعت مطابق ترسره کړي او د الله تعالی له امتحان څخه کامیاب راووځي زیاته يې کړه: “سیاست د اوږدې مودې لپاره له علماوو او نېکانو څخه لرې ساتل شوی و، خو اوس، د الله تعالی په فضل، سیاست د مؤمنو او دیندارو خلکو په لاس کې دی.”

نوموړي د ګډونوالو نه غوښتنه وکړه چې د شریعت د پلي کېدو په برخه کې هیڅ ډول غفلت ونه کړي او د خلکو د رهبري پر مهال د غرور، بې‌اتفاقۍ، یو پر بل د بې اعتمادي څخه ځان او عبثو چارو څخه ځان وساتي ويې ویل: “غفلت عذر نه دی او د دښمن تبلیغاتو ته باید غوږ ونه نیول شي. تاسو شل کاله د دښمن پر وړاندې جهاد کړی، اوس د دوی تبلیغاتي جګړې ته متوجه اوسئ.”

نوموړي په خپله وينا کې له مسولينو غوښتي چې پر ولس د رحم، نرمۍ او عدالت څخه کار واخلي، ویې ویل چې ملت له خپلو رهبرانو تمه لري چې خدمت ورته وکړي. “خلکو قربانۍ ورکړې، ستاسې ملاتړ يې کړی، اوس وخت دی چې عزت یې وشي، عدل پلی شي، او پر مظلوم رحم وشي.”

د يادونې ده، چې په دې سمینار کې د کابل والي، د استخباراتو رئیس، د ملکي ادارو مسؤلین، د محاکمو چارواکي، د ولسوالیو ولسوالان، د حوزو آمرین او د استخباراتي برخو استازي ګډون کړی و.

مربوطه مطالب

Back to top button