د پياوار کارتلرونکو افغان کډوالو ته د پاکستان حکومت خبرداری: د جون تر ۳۰ ځانونه د بېرته ستنېدو لپاره چمتو کړئ

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۳ غویی، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه تازه اعلامیه کې له هغو افغان کډوالو، چې د پياوار (Proof of Registration) کارتونه لري، غوښتي چې افغانستان ته د بېرته ستنېدو لپاره دې تر ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰مې نېټې ځانونه چمتو کړي.
یاد وزارت څرګنده کړې چې د افغان کډوالو د اوسېدو موده تر همدې نېټې تمدید شوې، خو له هغې وروسته به په دغه هېواد کې د هغوی پاتې کېدل ناقانونه وبلل شي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې د پياوار کارتلرونکو افغان کډوالو لپاره د پاتې کېدو د مودې د بیا غځولو امکان نشته، او هغوی باید د ورکړل شوي وخت دننه د ستنېدو تابیا ونیسي.
پاکستان له کلونو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه پاتې شوی، خو وروستیو کلونو کې یې د دوی پر وتلو زور زیات کړی دی.



