جمعه, مې 16, 2025
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

‏کابل ته د مسکو نوی لید؛ د واقعیت له اعترافه تر ژورې ملګرتیا!

ح جلال نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2025
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
13
ځلې شریک شوی
164
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

عبدالحی قانت

په ۲۰۲۱م کې د اسلامي امارت له راتګ سره روسیه، چین او د مرکزي آسیا هیوادونه په دې خوښ ول چې د سیمې د نا آرامۍ او نا امنۍ عمده عامل (ناټو) له تګ سره به د سیمې ټولیز امنیت تأمین او څوکه څوکه به د هر اړخیز ثبات تضمین شي.‌ له دغو خوښیو ترڅنګ دا تشویش هم موجود وو چې د امریکا له وتلو سره چې په افغانستان کې کوم نوی سیاسي ساختار جوړېږي، ښايي د امنیت، نشه اي توکو او د مهاجرینو په برخه کې مؤثر رول ونه شي لوبولای. له همدې امله روسیې په لومړي سر کې کوښښ‌ وکړ چې د تعامل تر څنګ له ځینو سیمه ایزو ساختارونو د فشار له وسیلې هم استفاده وکړي.

دا هم ولولئ

باسم نعیم: د ټرمپ د سولې هڅې تر هغه بې پایلې دي چې غزه کې جګړه او نسل‌ وژنه روانه وي

احمد الشرع؛ د نوې سوریې د ثبات او پرمختګ رهبر

یمني ځواکونو د اسرائیلو بن ګوریون هوايي ډګر باندې د بالستیک توغندي برید کړی

روسانو ډېر ژر درک کړه چې امارت وتوانېد د افغانستان په ټول قلمرو خپل حاکمیت ثابت کړي. دوی وپوهېدل چې د پورته یادو شوو ننګونو مخنیوي لپاره د پوښتنې جهت مالوم شو.‌ دا لامل شو چې روسیې آرام آرام د اړیکو عادي سازۍ ته کار پیل کړ.

لومړي قدم کې یې د مرکزي آسیا هیوادونو ته شین سګنال ورکړل تر څو له افغانستان سره نږدې همکارۍ لپاره لاس په کار شي. په دې برخه کې ازبکستان له ټولو مخکې او نورو هیوادونو ورپسې دغه لار خپله کړه. قرغزستان او قزاقستان کې د فعال تعامل لپاره یواځینۍ خنډ چې امارت د ممنوعه ډولو په لست کې شامل وو، هم لرې کړای شو.

له دغه بهیر سره روسیې هم له خپل اړخه په نړیوالو فورمونو او سیمه ایزو ارګانونو کې د امارت د ملاتړ غږ پورته کول پیل کړل. د مسکو فارمټ او د ملګرو ملتونو په ابتکار د دوحې غونډو کې هم روسیې هغه موقف ونیو چې د امارت له طبعیت سره برابر وو.‌ روسیې په افغانستان کې د امنیتي لاسته راوړنو او مؤثر حاکمیت په برخه کې هم د تأیید او خوښۍ څرګندونې نشر کړې.

د روسیې د لویې ستراتیژۍ له مخې په افغانستان کې امن، ثبات او اقتصادي پرمختګ د ټولې سیمې په ګټه دی. همدا لامل شو چې دوی د امارت نوم د ممنوعه ډلو له لست څخه لرې کړ تر څو پراخ او عملي تعامل ته لاره پرانیزي.

پورتني ذکر شوي مسیر ته په کتلو، روسیه له دې وروسته د افغانستان اړوند د پخواني محتاط تعامل پر ځای عملي همکارۍ ته د داخلېدو په طرف روانه ده. د خوښۍ ځای دا دی چې افغانستان هم د روسیې دغه نیت مثبت ګام بللی او عملي کار ته یې تیاری ښودلی.

د همدې مسیر په امتداد به د روانې میاشتې په منځ کې د رئیس الوزراء د اقتصادي معاون ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د تجارت او ټرانسپورټ وزیر په شمول یو لوړپوړی پلاوی روسیې ته سفر کوي او هلته به د کازان فورم تر څنګ د افغانستان او روسیې په ګډ اقتصادي فورم کې هم د افغانستان استازولي کوي.

له دې وروسته به د افغانستان او روسیې تر منځ یو با صلاحیته بین الحکومتي کمېټه جوړېږي تر څو د دواړو هیوادونو تر منځ د اقتصادي پرمحتګ په برخه کې عملي کارونه پیل کړي.

د روسیې او افغانستان تر منځ دغه سیاسي او اقتصادي همکارۍ د دې ښکاروندوی کوي چې افغانستان د پخوا په څېر بېرته د سیمې طبعي برخه ګرځېږي.

دا هر څه دې د ګران هیواد د پرمختګ سبب وګرځېږي.

مخکینې مطلب

د پي‌او‌ار کارت‌لرونکو افغان کډوالو ته د پاکستان حکومت خبرداری: د جون تر ۳۰ ځانونه د بېرته ستنېدو لپاره چمتو کړئ

بل مطلب

د یمن وسله‌ والو ځواکونو اشغال شوي فلسطین کې مهم پوځي اهداف په نښه کړي

ځانګړي مطالب

خبرونه

باسم نعیم: د ټرمپ د سولې هڅې تر هغه بې پایلې دي چې غزه کې جګړه او نسل‌ وژنه روانه وي

نشرونکی: احسان تکل
مې 15, 2025
مقالې

احمد الشرع؛ د نوې سوریې د ثبات او پرمختګ رهبر

نشرونکی: احسان تکل
مې 14, 2025
خبرونه

یمني ځواکونو د اسرائیلو بن ګوریون هوايي ډګر باندې د بالستیک توغندي برید کړی

نشرونکی: احسان تکل
مې 14, 2025
خبرونه

طرابلس کې خونړۍ نښتې؛ د لیبیا امنیتي شورا مشر وژل شوی

نشرونکی: احسان تکل
مې 13, 2025
خبرونه

غزه کې د اوربند نوې طرحه؛ امریکا د حماس بې وسلې کول نه غواړي

نشرونکی: احسان تکل
مې 13, 2025

وروستي

باسم نعیم: د ټرمپ د سولې هڅې تر هغه بې پایلې دي چې غزه کې جګړه او نسل‌ وژنه روانه وي

نشرونکی: احسان تکل
مې 15, 2025
0

د واخان جغلي سړک دوهم فاز چارې رسماً پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 15, 2025
0

ملا عبدالغني برادر د تاتارستان له ولسمشر سره د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 15, 2025
0

د نورالدین زنګي خوب او د نبوي روضې ژغورنه

نشرونکی: ح جلال
مې 15, 2025
0

اسرائيلي ورځپاڼه: په اسرائیلي پوځ کې د ځان وژنې پېښې زیاتې شوي

نشرونکی: ح جلال
مې 15, 2025
0

نيويارک ټايمز: حماس لا هم د غزې ښار تر ځمکې لاندې د تونلونو ستراتېژيکه شبکه لري

نشرونکی: ح جلال
مې 15, 2025
0

پوليسو په کابل کې پنځه ټنه قاچاقي لاجورد نيولي

نشرونکی: ح جلال
مې 15, 2025
0

د پاکستان له زندانونو ۵۰ تنه افغان بندیان خوشې او هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
مې 15, 2025
0

احمد الشرع؛ د نوې سوریې د ثبات او پرمختګ رهبر

نشرونکی: احسان تکل
مې 14, 2025
0

د برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس په مشرۍ پلاوی د کاسا-۱۰۰۰ پروژې غونډه کې د ګډون لپاره تاجکستان ته ولاړ

نشرونکی: ح جلال
مې 14, 2025
0

ډیر کتل شوي

  • نيويارک ټايمز: حماس لا هم د غزې ښار تر ځمکې لاندې د تونلونو ستراتېژيکه شبکه لري

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • اسرائيلي ورځپاڼه: په اسرائیلي پوځ کې د ځان وژنې پېښې زیاتې شوي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د پاکستان له زندانونو ۵۰ تنه افغان بندیان خوشې او هېواد ته راستانه شول

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د نورالدین زنګي خوب او د نبوي روضې ژغورنه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پوليسو په کابل کې پنځه ټنه قاچاقي لاجورد نيولي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

باسم نعیم: د ټرمپ د سولې هڅې تر هغه بې پایلې دي چې غزه کې جګړه او نسل‌ وژنه روانه وي

د واخان جغلي سړک دوهم فاز چارې رسماً پيل شوې

ملا عبدالغني برادر د تاتارستان له ولسمشر سره د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

د نورالدین زنګي خوب او د نبوي روضې ژغورنه

اسرائيلي ورځپاڼه: په اسرائیلي پوځ کې د ځان وژنې پېښې زیاتې شوي

نيويارک ټايمز: حماس لا هم د غزې ښار تر ځمکې لاندې د تونلونو ستراتېژيکه شبکه لري

پوليسو په کابل کې پنځه ټنه قاچاقي لاجورد نيولي

د پاکستان له زندانونو ۵۰ تنه افغان بندیان خوشې او هېواد ته راستانه شول

احمد الشرع؛ د نوې سوریې د ثبات او پرمختګ رهبر

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com