د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال په غزني کې د یوه مهم ښارګوټي پرانیسته وکړه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۷ غویی، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ لپاره د یوه مهم ښارګوټي پرانیسته وکړه، چې د هېواد د ښاري پراختیا په لور یو مهم ګام ګڼل کېږي.

د غزني سیمه‌ییز چارواکي وایي چې دا ښارګوټی د ښار جوړونې وزارت له لوري په ۱۳۵۰ هـ ل کال کې پلان شوی و، خو د بېلابېلو ستونزو له امله یې عملي کېدل تر ننه ځنډېدلی و. اوس دا پلان، چې شاوخوا ۲۰۰ جریبه ځمکه پوښي، رسمي بڼه غوره کړه.

د دغه تفصیلي ښار جوړونې پلان له مخې، په ښارګوټي کې ۱۹۲ د استوګنې نمرې ځانګړې شوې دي. تر څنګ یې تجارتي مارکیټونه، سرايونه، یو روغتون، جامع جومات، ښوونځی، کلینیک، شنې ساحې، رستورانتونه، د موټرو تم ځایونه او نور اساسي خدماتي تاسیسات هم شامل دي.

مولوي حنفي د پرانیستې پر مهال وویل، “دا ډول پراختیایي پروژې نه یوازې د ښاري نظم او خدماتو سبب ګرځي، بلکې خلکو ته د ژوند ښه شرایط هم برابرولی شي.”

د سیمې اوسېدونکي او د مدني ټولنو فعالان د دې ښارګوټي پرانیسته یو مثبت پرمختګ ګڼي، او تمه لري چې د دې پروژې بشپړ تطبیق به د اندړو ولسوالۍ اقتصادي، تعلیمي او روغتیایي وضعیت ته مثبته اغېزه ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button