کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۷ غویی، ۱۴۰۴ل)
د جیش محمد کالعدم ډلې مشر، مولانا مسعود اظهر دعوه کړې چې د هند له لوري د پاکستان په پنجاب ایالت کې د بهاولپور ښار جامع مسجد باندې په ترسره شوي برید کې د هغه د کورنۍ لس غړي او څلور نږدې ملګري وژل شوي دي.
مولانا مسعود اظهر دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په خپاره کړي بیان کې وکړې او ویې ویل چې وژل شویو کسانو کې د هغه خور، د هغې خاوند، دوه خور زامن، د هغوی میرمنې، یوه بله خور لور او د کورنۍ پنځه ماشومان شامل دي.
د بیان له مخې، د سې شنبې شپې برید کې همداراز د مولانا مسعود اظهر یو نږدې ملګری، د هغه مور او دوه نور همکاران هم وژل شوي دي.
اظهر، په خپل بیان کې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي سخت غندلی او ویلي یې دي: “دا ظلم ټول انساني اصول مات کړل، اوس د رحم تمه مه کوئ.”
په ورته وخت کې د پاکستان د پوځ ویاند، جنرال احمد شریف چودري، ویلي چې هند د نیلم–جهلم هایدرو پاور پروژې او نوسېري ډیم ته هم زیان اړولی.
هغه دا بریدونه “د آبي ترهګرۍ” په توګه یاد کړي او ټینګار یې کړی چې دا ډول بریدونه د نړیوالو قوانینو خلاف دي.


















