عبدالرحيم ترين
ج..ګړه د هيوادونو لپاره اوسمهال د لومړيتوب تر حده مطرح نه ده، د آسیایي قارې هيوادونه پاکستان او هند دواړه په جديت د دوامدارې او اوږدمهالې مخامختيا او ښکیلتیا څخه د ژغورنې په تکل کې دي.
خو دا هیوادونه ځينې کړنې او اقدامات د مشخصو موخو لپاره هم کوي او غواړي ثابته کړي، چې ضعف نه لري او په هر حال کې له ځانه د دفا…ع لپاره چمتو دي.
هندوستان د کشمېر تر خپل کنټرول لاندې سيمې او ساحې د ارزښت او خپلو هنديانو سره یې د برابرولي او بې انډولتوب د مخنيوي لپاره اړ وو، چې پر پاکستان بري…د وکړي، که څه هم هندوستان ډير نور انتخابونه لرل، خو دلته یې څو موخې ترلاسه کړې.
هند ثابته کړه، چې د هندي ژوند ورته ارزښت لري، او په هر قیمت او بیه یې د و…ینې تويونکو ته سزا ورکوي، همدارنګه ډهلي دا هم ثابته کړه چې په پاکستان د هغوی په اصطلاح د تره….ګرو ډلو مرکزته شتون لري او پاکستانی رژي…م يې د نورو ګاونډيو هيوادونو د نه امنه کولو په موخه ابزاري استفاده کوي.
د مودي حکومت له دې حالته د خپل حکومت د محبوبیت لپاره چې ځوابي بر…يد یې وکړ هم استفاده وکړه او وې ښوده چې د هرې کړنې لپاره چمتووالی لري. نه يوازې چې دا بلکې پاکستان يې لا هم له نورو اړخونو له فشار سره مخ کړی، لکه د خوږو اوبو بندښت، د پاکستاني وګړو باسل له هندوستانه او دې ورته نور.
خو بلې خوا پاکستان له څو سختو او ننګوونکو حالتونو او انتخابونو سره مخامختيا ور اخوا، ځينې ګټې او موخې هم ترلاسه کړې، ياد رژ..يم هندوستان او نړۍ ته وښوده چې په ضعيف حالت کې هم د ځان دف..اع کولای شي، په هندوستان یې دفا…عي بری….دونه نمونه ده، دې سره یې په کور دننه د منفور جاب…ر پو…ځ لپاره د محبوبيت او ملاتړ احساسات راوپارول، دا کړنه يې د تر ډيره بريده نه يوازې د هندوستان په وړاندې بلکې د بلو…څانو او تحري…ک طا……لبان پاکستان په وړاندې هم یوه مثبته لاسته راوړنه ده، دوی به وښايي خپلو ولسونو ته چې پو…ځ یې د تل په څير د ر….ژيم ژغورونکی او مدافع ده چي ملاتړ يې د هرچا مسوليت ده.
پاکستان فرصت ترلاسه کړ، چې هندوستان په وړاندې له هغو سره اړیکې وپالي او نږدې شي کوم چې د هندي حکومت سره د رقابتونو پالنه ترسره کوي، ياد رژ….يم که د نويو ملګرو او يا هم تضعیف ته لارې چارې کتلو هڅه کوي، خو خپل ځان په وړاندې يې نوې ننګ…ونې هم را پورته کړې، چې پايلې به یې په راتلونکي کې محسوسېږي.
نه يوازې چې پاکستان د هندوستان سره خپله زور ازمايښتي حال کې ځان کمزوری نه ښایي، بلکې په داخل کې د پاشلتيا او اتحاد تمثیلي هڅه هم پيل کړې ده.
پر مذ….هبي اړخ یې ددې تازه ټکر بحث جلا موضوع ده، خو پاکستان د يوازېتوب او کمزوري حالت او بې کفایته بې دریځه د تير تاريخ په پرتله د دفا…ع وز…یر تجربه طی کوي، خواجه اصف په وروستيو ورځو کې د پاکستاني ولس او نړۍ د خندا او ټوکو يوه سوژه ګرځيدلې ده، هماله د ياد هيواد د پو…ځ د مشر او دفا..ع وز….یر ترمنځ د نه هماهنګۍ يو حالت هم تجربه او حس کيږي.
له دې ور هاخوا پاکستان د هندوستان په پرتله په تبلیغاتي جګ…ړې کې په بې سارې توګه بريالی او د ميدان ګټونکی ده، دا په وروستيو وختونو کې د ياد هيواد د رسنیز قوت څخه د استفادې يو بې مثاله نمونه یادولی شو.
د پاکستاني رژ…يم د دفا….عي سیسټم کمزوري او نه کار هم ددې ښودنه کوي، چې پاکستان د هندوستان په پرتله د اوږ…دې جګ….ړې او ښکیلتیا څخه په ويره کې ده.
دا حالت ممکن په څو لنډو ورځو کې مهار او کنټرول سره اړیکې په نږدې راتلوونکي کې عادي حالت ته لاړې شي، ځکه دواړو هېوادونو په کاپي اندازه خپلې موخې او يو بل ته د پېغام استولو هڅه کړې ده، خو دا به وروستی مخامختيا او ترینګلتیا نه وي، بلکې ترڅو چې کشمير په سر جنجالونه وي، دا حالتونه به ورسره تکرار کيږي.
درنښت.!