د پاکستان له لوري د “بنیان المرصوص” په نوم د عملیاتو پيل/ سورت ګړه هوايي ډګر بمبار، S-400 دفاعي سیستم د تخريب ادعا

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ غویی، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې، د پاکستان حکومت د هند پر خلاف د “بنیان المرصوص” په نوم د سترو پوځي عملیاتو لړۍ پیل کړې، چې د پاکستاني رسنيو د معلوماتو له مخې پکې د هندوستان ګڼ شمېر مهم نظامي او تخنیکي هدفونه تر برید لاندې نیول شوي دي.
پاکستاني رسنيو ليکلي، چې د عملیاتو په پیل کې د هند په بیاس ښار کې د براهموس میزایلو یوه لویه ذخیره په بشپړ ډول له منځه وړل شوې ده.
د امنیتي سرچینو په وینا، دا عملیات د ځانګړو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي، او نور اهداف هم د حملو لپاره په نښه شوي دي.
پاکستاني رسنيو د دغه هېواد د امنيتي ادارو د ورکړو معلوماتو پر بنسټ ويلي، چې په تازه بريدونو کې د هندوستان ستراتیژیک سورت ګړه هوايي ډګر سخت بمبار شوی، چې له امله یې رنوې، مهم تأسیسات، او څو جنګي الوتکې سخت زیانمنې شوې دي.
سرچينې زياتوي، بریدونه دومره دقیق وو چې د دغه هوايي ډګر دفاعي سیسټم هم له کاره لوېدلی دی. عیني شاهدان وایي، د بریدونو پر مهال سختې چادونې او لوی دودونه لیدل شوې دي.
په ورته وخت کې راپورونه وایي، چې لسګونه مهمې هندي حکومتي او غیر حکومتي وېبپاڼې، په شمول د بهارتیا جنتا ګوند (BJP) رسمي وېبپاڼه، د پاکستاني هیکرانو له خوا هک شوي دي. دغه بریدونه د هند سایبري امنیت ته ستر ګوزار ګڼل کېږي.
پاکستاني امنيتي ادعا کړې چې په آدم پور سیمې کې د هند پرمختللی دفاعي سیستم S-400 د پاکستاني JF-17 Thunder جنګي الوتکو په دقیق برید کې بشپړ له منځه وړل شوی. ویل کېږي چې په دغه برید کې د هایپر سونیک میزایلو څخه کار اخیستل شوی دی.
پاکستاني ځواکونو ویلي چې دا عملیات به تر هغو دوام ومومي څو چې ټول ټاکلي هدفونه له منځه لاړ نه شي.



