د هند بریدونه او د پاکستان ادعاوې؛ کابل او نوي ډیلي دواړو رد کړې

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ غویی، ۱۴۰۴ل)
پاکستان ادعا وکړه چې د هند له لوري پر پاکستان د توغندیز بریدونو پر مهال، د افغانستان خاوره هم هدف ګرځېدلې، خو دا ادعا هم کابل او هم نوي ډیلي په کلکه رد کړې ده.
د پاکستان د پوځ ویاند نن سهار ویلي، چې د هند د توغندیزو بریدونو ځینې توغندي د افغانستان پر خاوره لګېدلي دي.
خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي حریت په تازه څرګندونو کې ویلي، چې دغه ادعاوې “بې اساسه” دي. نوموړي زیاته کړې: “داسې کوم څه حقیقت نه لري، دا یوازې یو ناسم معلومات دي.”
د پاکستان ادعا ته د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویکرم مسري د پاکستان د پوځ خبرې “خندوونکې” وبللې.
هغه په یوه خبري ناسته کې وویل: “د افغانستان خلکو ته مه ور یادوئ چې په تېر یو نیم کال کې د افغانستان بنسټونه او بې ګناه افغانان چا په نښه کړي دي.”
د هند بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له لارې ټینګار کړی، چې افغانان اوس ښه پوهېږي چې څوک یې ریښتینی دوست دی او څوک یې دښمن.
اعلامیه زیاتوي چې د افغانستان خاوره چا او کله نقض کړې، دا اوس د افغان ولس لپاره پټه نه ده.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د سیمې امنیتي وضعیت نازک پړاو ته رسېدلی د هند او پاکستان ترمنځ روانې پوځي شخړې د نړیوالو اندېښنې راپارولي دي.



