هند: د S-400 او نورو دفاعي سیستمونو د پاکستان د توغنديزي بریدونو په مخنیوي کې مهم رول ادا کړی

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ غویی، ۱۴۰۴ل)

د هند پوځ ادعا کړې چې پاکستان د وروستۍ پوځي نښتې پر مهال د هند پر مهمو پوځي تأسیساتو د برید هڅې کړې، خو د هند پرمختللي فضايي دفاعي سیستمونه لکه S-400، آکاش او براک-8 دغه حملې شنډې کړې دي.

د هند پوځ یوه ویاندې کرنل صوفیا د شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې پاکستان د جګړې پر مهال د چټک رفتار توغندیو، جنګي الوتکو، ډرونونو او درنو وسلو له لارې هڅه وکړه چې د هند پوځي بنسټونه زیانمن کړي، خو دا هڅې ناکامه شوې.

هغې وویل چې پاکستان له ۲۶ څخه زیاتې هوايي سرغړونې د کشمیر له سرینګر تر نلیا سیمې پورې کړې، خو د هند دفاعي ځواکونو پر وخت غبرګون وښود او د بریدونو مخه یې ونیوله.

د هند د دفاع وزارت هم دا ادعا کړې چې پاکستان د هندي پنجاب ایالت یو هوایي مرکز، او د سرینګر، اونتيپور او ادهمپور هوایي اډو ته نږدې روغتونونه او ښوونځي په نښه کړي، چې یوازې محدود مالي زیانونه یې اړولي.

بل خوا د هند هوایي ځواک یوې افسرې وینګ کمانډر ویومیکا سنګ هغه راپورونه رد کړل چې ګواکي پاکستان د هند S-400 سیستم ته زیان اړولی، یا د آدمپور، سورت، سرسا او چنډیګړ نظامي مرکزونه یې ویجاړ کړي.

د هند پوځ ویلي، د روس نه اخیستل شوی S-400 سیستم، آکاش او براک-8، چې د هوایي دفاع لپاره کارول کېږي، د پاکستان له لوري توغول شوي ډرونونه او میزایل یې شنډ کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button