هند د پاکستان له ګواښونو سره هم‌مهاله ۳۲ هوايي ډګرونه وتړل

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ غویی، ۱۴۰۴ل)

د هند او پاکستان ترمنځ د زیاتېدونکي کړکېچ په دوام، هندي رسنیو د دغه هېواد د هوايي چلند ادارې په حواله راپور ورکړی چې هندي حکومت په موقتي توګه د شمالي او لوېدیځ هند ۳۲ هوايي ډګرونه تړلي دي.
ویل شوي چې دا پرېکړه وروسته له هغه شوې، چې د جمو او کشمیر ایالت په سرینګر ښار کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي.
چارواکي وایي، د هوايي ډګرونو تړل د پاکستان د نورو احتمالي بریدونو سره هم‌مهاله دي، خو لا تر اوسه دا نه ده څرګنده چې دغه بندیز به تر کومې مودې پاتې شي، او یا هم دا هوايي ډګرونه به کله بېرته د فعالیت اجازه ومومي.

مربوطه مطالب

Back to top button