په باګرام کې د توغندیز برید له کبله د اور لمبې پورته شوې

کابل ټکی کام چهارشنبه هاشمي عبدالله
له پروان ولایت څخه په راپورونو کې ویل شوي دي چې د امریکایانو په مشهور پنډغالي باګرام باندې تېره شپه توغندیز بریدونه شوي دي چې تر سهاره د اور لمبې پورته کیدلې.
برید تقریباً شاوخوا د شپې نهه بجې ترسره شو چې ورسره د اور وژونکو موټرونو غږونه هم واورېدل شول.
طالبانو د برید پړه منلې او ویلي یې دي چې برید یې په ټاکل شویو اهدافو په کامیابه ډول ترسره کړی دی.
په کابل کې د بهرنیو ځواکونو دفتر لاهم د برید په اړه څه ندي ویلي.
طالبانو په هېواد کې وروسته له هغه خپلو بریدونو ته یو ځل بیا زور ورکړی دی د سولې په اړه د اوباما په غبرګون کې طالبانو په امریکایانو غږ کړی چې اشغال ته دې د پای ټکی کیږي ګڼې ددوی تر مرګوني بریدونو لاندې به راشي.



