په خوست ګمرک کې له یو باروړونکي موټر څخه خطرناک چاودېدونکي مواد کشف او ونيول شول

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۹غویی، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې، د خوست ولایت د ګمرک کارکوونکو نن د «غویي میاشتې په ۲۹مه» یوه ستره اندازه چاودېدونکي توکي کشف او ونیول.
د اسلامي امارت مرستيال وياند حمدالله فطرت وايي، یاده محموله په یوه وارداتي باروړونکي موټر کې له ګاونډي هېواد څخه راوړل شوې وه، چې په ډېر مهارت د ګلګل بایلرونو (Boilers) دننه ځای پر ځای شوې وه.
د ښاغلي فطرت په وينا، چې په نیول شوو چاودېدونکو توکو کې ۲۷۰ کیلوګرامه باروت، ۱۰۰ کڅوړي ثانیه سوز، ۳۶ قطۍ پټاکۍ او نور چاودېدونکي مواد شامل دي.
نوموړي په خپل رسمي اکس اکاونټ ليکلي چې نیول شوي توکي او تورن کسان د لا نورو تحقیقاتو لپاره اړوندو امنیتي ادارو ته سپارل شوي دي.



