اسرائیلي اپوزیسیون: نتانیاهو د جګړې مدیریت نه شي کولی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۹ غویی، ۱۴۰۴ل)
د اسرائیلي رژیم د اپوزیسیون مشر یائیر لاپید ویلي، چې د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر پر ۷مه یې لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ته خبرداری ورکړی و، چې د هغه په مشرۍ کابینه د روانې جګړې د مدیریت وړتیا نه لري.
لاپید ویلي، چې نتانیاهو ته یې هغه مهال څرګنده کړې وه، چې د موجودې کابینې په ترکیب سره به وضعیت لا خراب شي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د نتانیاهو کابینه د سولې او ثبات په لټه کې نه ده، بلکې یوازې د وینې تویېدو او وژنو دوام ته زمینه برابروي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې پر نتانیاهو د کور دننه سیاسي فشارونه زیات شوي او د غزې جګړې اوږدېدلو د هغه پر تګلارو سختې نیوکې راپارولي دي.



