شعر/ ملا عبدالسلام ضعیف 

شعر/ ملا عبدالسلام ضعیف

 

‏لږ په سترګو د رښتیا وګوره ځانته

په نظر د یو بنا وګوره ځانته

 

په عیبونو دې د حق کتنه وکړه

په دې ډول د قضا وګوره ځانته

 

د ماضي حال مستقبل قیاس ته ورشه

په عینکو د بل چا وګوره ځانته

 

د خلقت او د ورتګ تحقیق دې وکړه

په حکمت کې د الله وګوره ځانته

 

فلسفه د ژوندون وګوره ضعیفه

په کفن کې د سبا وګوره ځانته

مربوطه مطالب

Back to top button