طهارت او لمونځ

په کلو کې دجمعې لمونځ اداکول،او مصرجامع څه ته وایي؟

(فتوا شمیره:138)

پوښتنه

وروره په بانډو یا په قریو کې دجمعې لمونځ دامام ابوحنیفه رحمه الله په مذهب کیږي او که نه ؟ او که یو کس دجمعې لمونځ وکړي او دماسپښین لمونځ ونه کړي نو ایا دماسپښین لمونځ دده په ذمه پاتې شو او که نه؟

امام ابوحنیفه رحمه الله فرمايي لاجمعة ولاتشریق الافي مصرجامع ، نو مصر جامع څه ته وایي؟ او شرائط یې بیان کړئ.

الجواب وبالله التوفیق

دجمعې لمونځ دفرضیت لپاره مصرجامع شرط دی او په وړو کلو او بانډو کې دجمعې لمونځ ادا کول صحیح نه دي، بلکې هلته دماسپښین لمونځ فرض دی.

دجمعې لمونځ دفرضیت لپاره مصرجامع شرط دی البته د مصرجامع مختلف تعریفونه شوي دي، په هدایه کې دوه تعریفونه نقل شوي دي اول تعریف دادی: والمصر الجامع كل موضع له أمير وقاض ينفذ الأحكام ويقيم الحدود (هدایه ټوک ۱ مخ۸۲)

یعنې مصرجامع هرهغه ځای ته ویل کیږي چې هلته امیر او قاضي وي چې تنفیذ داحکام شرعیه و کوي او حدود قائموي.

او دوهم تعریف یې داسې کړی دی: أنهم إذا اجتمعوا في أكبر مساجدهم لم يسعهم (ذکرشوی حواله).

یعنې د یوکلي د ډيرو مسجدونو خلک چې ددغه کلي په یولوی مسجد کې راجمع شي او پکې نه ځائیږي دیته مصر جامع ویل کیږي، نودمصرجامع دوهم تعریف باندې که عمل وشي هم دجمعې لمونځ صحیح دی.

ددوهم تعریف نه دامعلومه شوه چې لویه قریه (هغه کلی چې ابادي یې متصل او پیوسته وي) چې ډیر مسجدونه لري او ددغه کلي خلک که په دغه مسجدونو کې په یولوی مسجد کې راجمع شي او پکې ځای نشي، نو داهم مصر جامع دی او دجمعې لمونځ کول پکې صحیح دي، فتاوی دارالعلوم دیوبند (الباب الخامس عشر فی صلاة الجمعة سوال نمبر۲۳۵۷ ج۵ مخ۵۶ دارالاشاعت کراچی) ددغه کلي دافرادو مقدار (۲۰۰۰) دوه زره ښودلی دی یعنې چې ټول خلک، واړه ، لویان او نارینه او ښځې پکې دغه تعداد ته رسیږي نو دا قریه کبیره مصر جامع ده لهذا دجمعې او اخترونو لمونځونه ادا کول پکې صحیح دي. اوکه کومه قریه کې دغه شرائط نه وي دجمعې او اخترونو لمونځونه اداکول پکې صحیح نه دي، بلکې دماسپښین لمونځ ادا کول فرض دي.

 



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close