امریکا خپل وګړي د ترکیې له سفر نه منعه کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۹) محمد طاهر

امریکا دبهرنیو چارو وزارت د دغه هیواد وګړو ته خبر ورکړی، چې د ترکیې هیواد ته دې په خپل سفر کې له احتیاط نه کار واخلي.

د نوموړي وزارت دخبر له مخې، د ترکيې امنیتي وضعیت د پوره ډاډ وړ نه دی، نو له همدې امله امریکايي وګړې دې له اړتیا پرته د غه هیواد ته سفر نه کوي.

یاد وزارت په دې سپارښتنه کې امریکايي وګړو ته ویلي، ترڅو دوی د امریکا د مخالفینو له لوري په ترکیه کې د بریدنو ښکار نه شي،چې هلته دښمن په اسانۍ سره خپلو هدفونو ته ځان رسولی شي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن هم د ترکيې د ازمير ولايت د بوجا په ولسوالۍ کې دوه جلا جلا چاودنې وشوې، چې يوه يې په يوه موټر کې ترسره شوې او بله په کثافت دانۍ کې شوې، په دواړو چاودنو کې، په دواړو چاودنو کې يو تن وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

په دې وروستیو کې ترکیه د داعش او کُردي وسله والو د بریدونو شاهده وه چې ډیر خلک پکې وژل شوي.

ویل کیږي، ډیری بریدونه په ګڼه ګوڼه او تفریحي ځایونو کې رامنځته شوي او وسله والو د نورو چاودنو او بریدونو ګواښ هم کړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button