له کندهاره د څه کم ۵۶ مېلیونو ډالرو په ارزښت ۴۶ زره ټنه میوه صادره شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۹) الماس خدرخېل
د کندهار د سوداګرۍ خونو چارواکي وايي، چې تېر کال يې د ۵۵ ميليونه او ۶۵۳ زره ډالرو په ارزښت ۴۶ زره ټنه وچې او تازه ميوې بهرنيو هېوادونو ته صادرې کړي دي.
د دغه ولايت د سوداګرۍ خونو مرستيال انجنير عبدالباقي بينا وايي، که څه هم تېر کال د شل ورځو لپاره پاکستان د سپين بولدک او چمن تر منځ لارې تړلې وې او د لندې ميوې، انګورو لسګونه موټر خراب شول، خو بيا هم د تېر کال په لس مياشتو کې د نورو کلونو په پرتله د ميوو په صادراتو کې زياتوالی راغلی دی.
هغه زياته کړه، د تېرکال په ۱۰ میاشتو کې له کندهاره بېلابېلو بهرنيو هېوادونو ته ۴۶ زره ۹۳۰ ټنه وچه او تازه مېوه صادره شوې چې ټوليز ارزښت يې ۵۵ میلیونه ۶۵۳ زره ډالره کېږي.
د سوداګرۍ د خونو د مرستیال په وینا په وچه مېوه کې ممیز، بادام، اینځر، ارتاوې او لنده مېوه کې انار، انګور، خټکي او نورې ميوې شاملي دي چې د بېلابېلو سوداګرو لهخوا پاکستان، هندوستان، دوبی، قزاقستان او نورو بهرنیو هېوادونو ته صادري شوي دي.
په ورته وخت کې د لندې ميوې سوداګر وايي، په دغه ولايت کې د مهمند د يوه معياري او مجهز مارکيټ جوړيدو د ميوو په ساتلو کې او انتقالولو کې اسانتياوې برابرې کړي دي.


