فراه: طالبانو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۹) الماس خدرخېل

د فراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په پرونيو عملياتو کې عملياتي قوې او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولايت يوې سيمه ييزې امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته د نوم نه څرګندولو په شرط وويل، چې پرون ټوله ورځ د شيوان په سيمه کې د ښکېلو غاړو تر منځ نښتې روانې وې.

سرچينه زياتوي، په يادو بريدونو کې له ۲۰ ډیرو کومانډو او ملي اردو عسکر وژل شوي او يو تعداد نور ټپيان دي.

د سرچينې په وينا، بيګا ماسختن په سیمه کې د الوتکو له لوري بمباري هم شوې خو د مرګ ژوبله په اړه يې کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.

بل پلو وسله والو طالبانو د دغه بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره يې ويلي، چې په ياده جګړه کې يې يو رينجر موټر ويجاړ کړی او د ۲۴ دولتي سرتيرو د وژلو تر څنګ يې ۱۵ تنه نور ټپيان کړي هم دي.

په بالابلوک ولسوالۍ کې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د دولت له لوري عمليات پيل شوي، چې طالبان وايي د دوی عمليات يې له ناکامۍ سره مخ کړي دي.

تر اوسه چارواکو د يادې جګړې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

خو طالبانو د خپلو درې پلويانو د وژلو او يو بل تن د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

تېره ورځ هم د يادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې سختې نښتې شوې وې، چې پکې د طالبانو له لوري د ۴ سرتيرو د وژلو ادعا شوې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button