د ختیځ لپاره دافغانستان بانک رییس پر کور عملیات شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وری ۹) محمد طاهر

د ننګرهار چارواکي وايي، د ځانګړو ځواکونو عملیات چې د دې ولایت په ښېوې ولسوالۍ کې د ختيځ لپاره افغانستان بانک د رییس پرکور ترسره شول ۳ کسان وژل شوي او تر۱۵ نور یې ژوندي نیولي دي.

د ننګرهار ولایت ویاند عطا‌‌ءالله خوگیاڼي نن چهارشنبه رسنیو ته وویل، دغه عملیات د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې تیره شپه د ۱۲ بجو په شاوخوا کې ترسره شوي.

خوگیاڼي زياته کړه چې په ختيځ کې د افغانستان بانک د رييس مولوي احمدزي پر کوردغو عملياتو کې  د هغه زامن، وروڼه، ورېرونه او يو مېلمه نيول شوي دي.

د ښېوې ولسوالۍ ځاي خلکو ویلي، په دغو عملیاتو کې د سعد، ذاکرالله او ضیا‌ءالله په نومونو ۳ کسان وژل شوي او ۱۸ نوريې امنیتې ځواکونو له ځان سره بولي دي.

 امنیتي ځواکونو د یاد بانک د درییس پرکور دغه عملیات د داعش سره د اړیکو په تړاو ترسره کړي خو دا نه ده په ډاګه شوې چې وژل شوي کسان څوک دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button