کابلوف: د طالبانو دا غوښتنه پرځای ده چې بهرني ځواکونه دې له افغانستانه ووځي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۱۲) الماس خدرخېل
روسيې ويلي، د طالبانو دا غوښتنه پر ځای ده چې وايي، بهرني ځواکونه دې له افغانستانه ووځي.
د اسوشټيډپريس خبري اژانس د روسي ولسمشر د ځانګړي استازي ضمير کابلوف له قوله ويلي، چې د افغان طالبانو دا غوښتنه پر ځای ده چې ټول بهرني ځواکونه دې له افغانستانه ووځي او يا دې د وتلو مهالويش وټاکي.
نوموړی زياتوي، ناټو او امريکايي ځواکونه دې د يوې پريکړې له مخې په افغانستان کې د پاتې کېدو په اړه پريکړه وکړي او د دغه ماموريت نيټه دې معلومه کړي.
هغه وايي، ناټو او امريکايي ځواکونه دې له افغانستانه ووځي.
په دې وروستيو کې د روسيې او امريکا تر منځ د افغانستان په مسئله کې ناندرې زياتې شوي او امريکا پر روسيې تور پورې کوي، چې ګوندې د افغان طالبانو مالي او نظامي مرستې کوي.
خو روسيې دغه تورونه په وار وار رد کړي او ويلي يې دي، چې امريکا په افغانستان کې ماتې خوړلې نو ځکه د خپلې ماتې پړه پر مسکو ور اچوي.


