ماته تقریبا ۲۷ هیوادونو دا ډول آفرونه راکړي او زما ویډیو به مو زما په فیس بوک کې کتلي وی دلته هم راپسې یو څو هیوادونو خلک راغلي وو خو

مرکیال : سلیم

افغاني نابغه سباوون ننګرهاري دکابل ټکی کام سره څه وخت مخکی مرکه کړی و، چې پشپړ متن یې مینوالو ته نشر کوو.

سباوون ننګرهاری د ننګرهار ولایت د خوږیاڼیو ولسوالۍ د سیمې اصلي اوسیدونکی دی، کورنۍ یې هغه مهال پاکستان ته په کډه شوه چې په افغانستان کې د کمونستانوکودتاه وشوه .

سباوون ننګرهاری د پاکستان په پیښور کې زیږیدلی، کورنۍ یې اوس هم په پیښور کې ژوند کوي، دی اوس مهال د ۱۱ کلونو دی، د مکتب په ۷ ټولګي کې زده کړه کوي خو هم همهاله په پيښور کې په

University of spoken English and computer science پوهنتون کې محصلینو ته درس هم ورکوي.

نوموړی په دې وروستیو کې د رسنیو له لارې ډیر ځکه شهرت پیدا کړ چې د نبوغ او عبقریت فوق العاده نښې نښانې پکې څرګندې شوې.

نوموړی په خپلو خبرو کې داسې څه وایې چې اوریدونکی ورته ګوته په غاښ کیږي، نوموړی د یوه ډیر اعلی استعداد درلودونکی دی چې خلک یې نابغه بولي او په رښتیا هم نابغه دی خو د تیرو نابغه ګانو نه په یو لوړ توپیر چې دی کوچنی ۱۱ کلن نابغه دی.

له نوموړی سره مو مرکه کړې چې دا دی د خپلو مینه والو په مخ کې کیږدو څو د استفادې وړ یې وګرځي.

کابل ټکی کام:

سباوون ننګرهاری ! که لوستونکو ته لږ ځان راوپیژنئ چې سباوون ننګرهاری څوک دی؟؟

سباوون ننګرهاری:

زما نوم سباوون ننګرهاری دی زه دلته پاکستان کې پیدا شوی یم زما کورنۍ دلته دیرش کاله تیر کړي، زه د ننګرهار د خوږیاڼیو د کږې اوسیدونکی یم.

کابل ټکی کام:

ستاسې عمر څومره دی او څو وروڼه او خویندې یاست؟.

سباوون ننګرهاری:

زما عمر ۱۱ کاله دی زما وروڼه اوه دي مخکی اته وو یو وفات شو (انا لله و انا الیه  راجعون) او خویندې مې درې دي.

کابل ټکی کام:

ستاسی اوسمهال د تعلیم په کومه مرحله کې قرار لرئ؟ یعنې جریان اوس څه دی؟ څومره زده کړې مو کړي او کومې زده کړې مو کړي؟

سباوون ننګرهاری:

زما چی څومره زده کړی شوی دي په مختلفو ځایونو کې شوي دي اوس زه په یوه لیسه کې یم چی په ۷ ټولګی کی په درس بوخت یم او دلته په دی سپوکن انګلش سنټر کې په ۶ ټولګی کې درس وایم.

کابل ټکی کام:

دا افغانی ښوونځي دي او که پاکستاني؟

سباوون ننګرهاي: افغاني

کابل ټکی کام:

 په څو ژبو روانې خبرې کولای شې؟

سباوون ننګرهای:

خپله ژبه مې پښتو ده او درې نورې ژبې دي چې:  دری اردو او انګلیسی دي روانې خبرې پرې کولای شم.

کابل ټکی کام:

نوری کومی ژبې هم زده کول غواړئ؟

سباوون ننګرهاری:

ولې نه؟ زه غواړم چې عربي ژبه هم زده کړم.

کابل ټکی کام:

دیني زده کړې مو څومره ترسره کړي؟ لکه څنګه مو چې عصری زده کړې کړي دي او یو لوړ مقام مو پکې ترلاسه کړی لکه ساینس او نور؟ د شرعي او دیني علومو په زده کړو کی هم لیوالتیا لرئ او مقام ترلاسه کول پکې غواړئ؟

سباوون ننګرهاری:

ماشاء الله هو! زه غواړم چې په دیني علومو کې هم همداسې مقام ترلاسه کړم. اوسمهال د قرانکریم ترجمه کوم، ناظره مې دوه ځله ختمه کړې او د سیرت النبی زده کړه مې هم نن سبا روانه ده.

کابل ټکی کام:

دینی درس او زده کړه چې ټولې اته درجې دي او دینی شرعي او نظامي هم ورته وایي چې د شرعی علومو پروګرام دی ، دې سره مو لیوالتیا شته؟.

سباوون ننګرهاری:

ان شاء الله دا به هم کوم خو دا د همغه وخت خبره ده  بیا به یې په همغه وخت وایو.

کابل ټکی کام:

ورځنی معمول مو څه دی؟ یواځې په تعلیمی کارونو مصروف یې؟ او که نور څه مصروفیت هم لرې؟

سباوون ننګرهاری:

زه پنځه بجې سهار له خوبه پاڅم مور می پاڅوي بیا چای څښو زمونږ د افغانانو دا رواج دی چی سهار وختی چای څښو بیا مو پلار مسجد ته بیایی او لمونځ کوو بیا هلته دینی سبق وایو او شپږ نیمی بجی بیا زه وزګار شم. بیا بیرته کور ته لاړ شو بیا ګرزن پارک ته د منډې وهلو یا رننګ لپاره ځم ځکه چی اکسجن واخلم او اکسجن چې لنګز ته ورسي نو هغه لږ فرش شي بیا لامبم بیا لیسی ته ځم بیا بیرته کور ته ځم او استراحت کوم. بیا دلته په سپوکن انګلش سنټر کې خپل O لیول او A لیول درس ووایم بیا استراحت کوم.

کابل ټکی کام:

که کوم بهرنی هیواد لکه اروپا او یا آسایی یا نور هیوادونه تاسی نه غوښتنه وکړی چی د هغوی هیواد ته د تعلیم او یا بل کوم مقصد لپاره ورشې ستاسی نظر به څه وي؟

سباوون ننګرهاری:

ماته تقریبا ۲۷ هیوادونو دا ډول آفرونه راکړي او زما ویډیو به مو زما په فیس بوک کې کتلي وی دلته هم راپسې یو څو هیوادونو خلک راغلي وو خو ما دا کار قبول نکړ ځکه چي زمونږ چی څومره ډاکتران، انجنیران او ساینس دانان دی ټول په خارج کې ناست دي او څومره سکیل او قابلیت چې لري هغه یې هغوی ته ورکړی زه وایم چی دا سبق به هم زه همدلته وایم او خدمت  به هم همدلته خپل هیواد کی کوم، زمونږ ماشومان درس ووايي بیا خارج ته تحصیل ته ولاړ شي مثلا ډاکټر شي بیا د خلکو علاج کوي او پیسی پري اخلي چې څومره نفع ده هغه همغې حکومت ته ځي نو زه غواړم چې دا هر څه دلته وکړم.

کابل ټکی کام:

خپلو هیواد والو ته په فعلي حالاتو کې څه پیغام لرې؟

سباوون ننګرهاري:

هیوادوال مو باید تعلیم وکړي چې ښه او بد وپیژنې، آدم علیه السلام د علم او پوهې په برکت پر ملایکو برترې لرله، تعلیم سره ډیر څه زده کوو اقتصاد به مو قوي شي امن به راشی ښه او بد او سمې لارې به وپيژنو، په تعلیم کې هر څه شته، ټولو مینه والو او اوریدونکو ته وایم چی په هر حال وي تعليم دې وکړي.

کابل ټکی کام:

سباوونه! ستا په مخکی یو داسې دین پروت دی چی ۱۵۰۰ کاله عمر لري او داسی یو هیواد لري چی ۵۰۰۰ کلن تاریخ لري خو د نورې نړۍ په نسبت هیڅ هم نه لري او د دې هیواد ملت دې مخې ته پورت دی چې۴۰ کاله جګړې ځپلی، نو ته په راتلونکې کې د دې لپاره څه فکر، سوچ او څه پلان لري ؟

سباوون ننګرهاری:

زمونږ دین اسلام مونږ ته وایی چی باید دروغ ونه وایو غلط کار ونکړو غلا ونکړو خو برعکس مونږ یی کوو کله چی مونږ د خپل دین پیروي نه کوو، د خپل دین لارې نه تعقیبوو، د خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم  د لارښوونو پیروي نه کوو دا داسی معنا لري چی مثلا زما مخې ته اوس دا موبایل پروت دی خو استعمالوم یی نه، نو مونږ سره ماشاء الله ډیر ریسرسز او سرچینې شته خو سم یی نه استعمالوو، مونږ باید له دین نه ښه فایده واخلو او څه چی راته دین وایی همغه وکړو.

کابل ټکی کام:

افغانستان کی له ډیرې مودې راهیسې جنګ روان دی او نه ختمیږې هرسړی راځي او خپله جنګي آزموینه همدلته کوي دا ولې؟

سباوون ننګرهاري:

الله تعالی وایي واعتصموا بحبل الله جمیعا ولا تفرقوا . یعنی د الله په رسۍ او دین منګولې ولګوئ، نو رسۍ ونیسئ او تفرقه مه کوئ، نو مونږ د الله دغه رسۍ محکمه نده نیولې چی هغه قرآن دی او نه اتفاق کوو، زما سره چی څومره معلومات دی په ثبوت سره ویلای شم چې د همدې له لاسه مونږ وروسته پاتې یو او ایله جنګونه کوو.

کابل ټکی کام:

د افغانستان راتلونکي نسل لپاره څه باید وشي چې راتلونکې یې روښانه شي؟

سباوون ننګرهاری:

که تاسې ته په یاد وي په ۱۹۳۳ کې د نومبر په میاشت کې چې کله د افغانستان پادشاه محمد نادرشاه علامه محمد اقبال افغانستان ته د دی لپاره وغوښت چی داسې یو تعلیمي نظام او تعلیمی نصاب جوړ کړي او پوهنتونونه جوړ کړي چی په اسلامک ویلیوز باندی رڼا واچوي نو زه هم همدا غواړم چی دغه فکر او علامه اقبال را ژوندی کړم او د هغه په شان کار وکړم په ټول ریژن کې او په ټوله سیمه کې داسې تعلیمي ادارې جوړې کړم چی اسلامي اقدارو باندی هم سمبال وي. او زمونږ ضروریات هم ورسره پوره شي.

کابل ټکی کام:

په معاصر وخت کی په ټوله اسلامی نړی کی مسلمانان ډیر وروسته پاتې دي او نور هم وروسته کیږي نو څه کول په کار دي چې اسلامي نړۍ د دې سخت حالت نه وویستل شی.

سباوون ننګرهاری:

مونږ ته چې په دین کې کوم سبق راکړل شوی هغه مونږ صحیح نه فولو کوو یعنی عمل پرې سم نه کوو، مثلا درواغ وایو ملاوټ کوو غلا کوو او تعلیم ته اهمیت نه ورکوو، زما سوچ دا دی چی تعلیم رڼا ده نو لاره به راته پرې ښکاره شي.

کابل ټکی کام:

ډول ډول ښوونځي لرو چې شمیر ډیر دی او مختلف النوع نصاب لري هم په پاکستان کی او هم په افغانستان کې، مثلا حکومتي، خصوصی او د انجیو ګانو، دا هم د لانجو او جنګونو سبب کیږي او کنه ؟ که کیږي نو څه باید وکړل شي.

سباوون ننګرهاری:

هو! همدا د جنګونو او اختلافاتو لوی سبب دی زمونږ په هیوادونو پاکستان او افغانستان کی تعلیم یواځی د پیسو لپاره حاصلول کیږي، نلسن منډیلا  وایی چی د چا سبق د پیسو حاصلولو لپاره وي هغه به برباد وي. مونږ داسې کولای شو چې باید مختلف نصاب ختم کړو مثلا نن سبا د غریب د بچو لپاره یو ډول تعلیم دی د متوسط کورنیو د بچو لپاره بل ډول تعلیم دی او مالدار د بچو لپاره بل ډول تعلیم دی هر چاته بیل بیل تعلیم دی نو تعلیم رقم رقم دی کله چی ماشوم غټ شي که مالدار وي یا متوسط وي یا غریبان وي او زمونږ خلک خو زیاتر غریب دي کله چی دا ډول مختلفه النوع تعلیم میلاویږي د دې له امله کله چی ملک د ترقۍ په لور روان وي نو خلک داسې وي  چې د مختلف النوع تعلیمونو په وجه مختلف فکرونه لري او نه متحد کیږي مثلا که یو کس ووايي چی دا شی په 1985 کال کې جوړ شوی او بل وایي چې نه په 1990 کال کې جوړ شوی نو بیا دواړه سره خپلو کې نه اګري (موافق) کیږی.

کابل ټکی کام:

د هر مسلمان لپاره دیني زده کړه هم ډیره مهمه ده دا به ته پخپله چیرته کوې او کله؟  او د تعلیم او تربیت په مینځ کی فرق څه دی؟

سباوون ننګرهاری:

زه به ستاسې د لومړی سوال په ځواب کې ووایم چې زه خپله دینی زده کړه هم همدلته لکه څنګه چې عصرې زده کړه همدلته کوم زما مدرسه زما د کور تر څنګ ده او له یوه داسې قاری او عالم نه دیني زده کړه کوم چې ۸ درجې علم یې حاصل کړی دی زه ورنه تعلیم اخلم او ورور نه می سیرت نبي درس زده کوم.

د دوهم سوال ځواب مې دادی چې:  زه به دا ووایم چی د تعلیم نه ضروری شی تربیه ده ته به هغه تعلیم څه کړې چې تربیه دې خرابه وی؟  ماشوم بې ادبه وي.

کابل ټکی کام:

سباوون ننګرهاری صیب! د افغانستان لپاره په تعلیمی سکشن کې تاسې څه پروګرام لرئ او څه به کول غواړئ؟

سباوون ننګرهاری:

زما ډیر غټ ګریمنګ دی دې باره کې. زما چې څومره لیول اف تارټس دی، کیدای شي ستاسی هومره نه وي ځکه زما چی کوم سوچ دی زه به د افغاسنتان په ټولو ولایاتو کی داسی پوهنتونونه او علمي بنسټونه جوړوم او داسی تعلیمی نصاب به پلي کړم مثلا کابل او جلال اباد او نورو کې چی کوم ماشوم فارغ کیږي نو زمونږ اسلام به روښانه کوي او ملک به هم، دا تعلیمي نظام به په اسلامک ویلیو باندې رڼا اچوي او جدت به هم ورسره وي لکه انټرنت او نور، نو تربیه هم ورسره ضرورې ده که تاریخ ته نظر واچوو کله چی اکبر باچا د ځان نه یو نوی دین جوړ کړ او بیا مړ شو نو په وزیرانو کې یې یو وزیر هم مجدد الف ثانی و او مجدد هغه عالم ته وایی چې چی په زرو کلو نو کی یو وار مینځته راځي مجدد الف ثاني د اکبر باچا ځوی جهانګیر په اسلام تربیه کړ او ورته یې سپارښتنه وکړه چې اسلام به راژوندی کوي او قول یی ترې واخیست، نو که مجدد نه وی نو په ټول هندوستان کې او سیمه کې به نن نه مسلمانان وو او نه به اسلام وجود درلودلای.

کابل ټکی کام :

له تاسو مننه کوو چې مونږ ته مو وخت راکړو.

سباوون :

له تاسو هم مننه کوم .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button