طالبانو یو ځل بیا د امریکايي پوهنتون د استادانو ویډیو خپره کړه

طالبانو د دویم ځل لپاره په کابل کې د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو ویډیو خپره کړه.

یاده ویډیو چې شاوخوا ۱۰ دقیقې ده. په لومړي سر کې یې د تیموتي ویکس په نوم د اسټرالیا هېواد تبعه بندي استاد خبري کوي. نوموړی د خپل نوم له ښودلو وروسته وايي چې نن د۲۰۱۷ز کال د جون ۱۶مه ده. تیموتي ویکس له دې وروسته وايي ”زه د طالبانو له لورې نیول شوی یم او شاوخوا ۱۰ میاشتې کېږي چې له دوی سره یم“.

اسټرالوي تیموتي ویکس
اسټرالوی تیموتي ویکس

اسټرالوي تیموتي ویکس وايي چې طالبانو ښه رویه او چلند ورسره کړی دی.

ویکس وروسته د خپل هېواد اسټرالیا له لومړي وزیر نه غواړي چې د خلاصون لپاره یې له طالبانو سره خبرې اترې وکړي او وايي ”زه پوهېږم چې تاسو دا کار کولای شئ“.

 


ویکس همدا راز د خپل هېواد د چارواکو تر څنګ له خپلې کورنۍ او ملګرو هم غوښتي دي چې د خلاصون لپاره یې یو څه وکړي.

ویکس خپلې کورنۍ او ملګرو ته وايي ”زه داسې احساس کوم لکه تاسو چې زه له پامه غورځولی یم. تاسو خاموشه ناست یاست زه له تاسو غوښتنه کوم له رسنیو سره د خپل غږ اوچتولو لپاره خبرې وکړئ“.

ویکس وايي خپل کور ته د تلو او خلاصون یواځینی لار یې له طالبانو سره خبرې کول دي. دی له چارواکو غواړي چې په باګرام او پلچرخي زندان کې د طالب بندیانو د خلاصون لپاره لاس پکار شي.

ویکس د خپلو خبرو په پای کې وايي ”دعا کوم چې دا کارونه ژر ترسره شي. طالب بندیان خپل کورونو ته ستانه شي او زه هم خپلې کورنۍ سره یو ځای شم.“ ”مهرباني وکړئ زما مرسته وکړئ، مننه!“

له تیموتي ویکس نه وروسته، دویم امریکايي بندي کیوین کینګ خبرې پیلوي. نوموړی چې غږ یې ژړه غونی دی د خپل نوم، نېټې او د وینې ګروپ له ښودلو وروسته د ویکس په څېر د طالبانو د ښه چلند خبرې کوي. دی وايي خو له دې سره سره ”هر بندي غواړي چې ازادي تر لاسه کړي“.

 امریکايی کیوین کینګ
امریکايی کیوین کینګ

کیوین کینګ هم له څو خبرو وروسته د خپل هېواد ولسمشر، ډونالډ ټرمپ او دهغه له کورنۍ نه غواړي چې د خلاصون لپاره یې یو څه وکړي؛ خو دا هم وايي ”کمانډو ځواکونه مه رالېږه!!“

په کابل کې د امریکايي پوهنتون یاد دوه تنه استادان (امریکايي کیوین کینګ او اسټرالوي تیموتي ویکس) د تېر کال په اګست په میاشت کې تښتول شوي و او د تیرې جنوري په میاشت کې د لومړي ځل لپاره وسله والو طالبانو له لورې په یوه خپره شوې ویډیو کې راښکاره شول. دا دوهم ځل دی چې د دوی ويډیو خپرېږي.

څه موده وړاندې د کابل امریکايي پوهنتون د دوی دواړه د خلاصون غوښتنه کړې وه.

طالبان وايي، د دوی غوښتنې دې ومنل شي او له زور نه دې کار نه اخېستل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button