تاجکستان: له ۴۰ کلونو کم عمره کس به حج ته نه ځي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۳۱) الماس خدرخېل

تاجکستاني چارواکو د خپل هېواد هغه اتباع له حج کولو منع کړي، د کوم کس چې عمر له څلوېښتو کلونو کم وي.

د دغه هېواد د مذهبي کميټې مسئولين وايي، دا پريکړه يې پر حاجيانو د سعودي عربستان د ځينو محدوديتونو سره په تړاو کړې ده.

د چارواکو په وينا د دې لپاره يې هم دغه کار کړی چې د لوی عمر کسانو ته حج ته د ورتلو موقع برابره شي.

ځينې هېوادونه له دې امله کم عمر لرونکي کسانو ته د حج کولو اجازه نه ورکوي، چې په وينا يې له دې لارې د اسلامي جهادي ډلو سره رابطې جوړوي او د هغوی سره يوځای کېږي.

په راپور کې راغلي، چې دمګړۍ د تاجکستان سلګونه وګړي په عراق او سوريه کې د وسله والو جهادي ډلو سره يوځای شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button