بشارالاسد له مخالفو وسله والو سره خبرې رد کړې

سوریا (کابل ټکی کام : شنبه، ليندۍ،۲۱مه ۱۳۹۴ ل)
تېره ورځ د سوریې رژيم مشر بشارالاسد له خپلو وسلوالو او سیاسي ګوندونو سره مذاکرات رد کړې .
د روسیې او امريکا په ګډون چې یو شمېر هېوادونو غوښتل د سوريې کورنۍ شخړې د خبرو له لارې حل کړي، خو د اسد د تېرې ورځې اعلان ددغو هېوادونو هيلي ناهيلې کړې .
د سوريې رژيم مخالفو وسلوالو اوسیاسي ډلو تېره پنجشنبه د سعودي عربستان پلازمینه ریاض کې چې شمېر يې شاو خوا سلو ته رسیده موافقه وکړه چې د امریکا په منځ ګړيتوب به د ملګرو ملتو په مرسته راتلونکي میاشت کې یو ګډ هیئت بشارالاسد ته واستوي، ترڅو د سوريې کورنۍ جګړې پای ته ورسوي .
خو بلې خوا بیا یوې هسپانوۍ ورځپاڼې په دې اړه یو مطلب خپور کړی ویلي يې دي، چې بشارالاسد اعلان کړی دی به خپل هېواد کې هېڅ کومې يوې ډلې سره خبرې نه کوي، او خپل مخالفين به ټول له منځه ورړي .
ورځ پاڼه د اسد له خولې لیکي، چې مذاکرات یواځې هغه مهال شوني دي چې دده مخالفین وسله وال خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي او ددوي ځواکونو ته تسليم شي .
سليم بریال


